پولیس او ځايي خلک وايي په شمالي وزیرستان کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ جګړه کې ولسي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وینا، د پوځ او وسلوالو ترمینځ جګړه د جنورۍ پر ۲۸مه د دته خېلو په منظرخېلو او شوه کې شوې ده چې په دواړو پېښو کې په مجموعي ډول پینځه ولسي کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. په وژل شویو او ژوبلو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
اخوا د جنورۍ پر ۲۹مه د بنو په ډومېل کې پوځ، پولیسو او امن کمېټۍ په ګډه د وسلوالو خلاف عملیات کړي چې د بنو د پوليسو مشر یاسر اپرېدي په وينا، درې وسلوال پکې وژل شوي دي.
تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.
بلخوا د بنو په خليفه ګل نواز روغتون کې موجود د ډومېل سيمې دوو اوسېدونکو، امان الله او فرحتالله، د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وويل چې د عملیاتو پر مهال د ډومېل د يو استوګن نعيم خان پر کور د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) پرېوتو په پېښه کې هغه او د هغه په کور کې دوې ښځې وژل شوې او څلور کسان ژوبل شوي دي چې دوې يې ښځې او دوې يې وړې نجونې دي.
په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې تر دې وړاندې هم د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکو د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته ویلي ول چې د جنورۍ پر ۲۱مه په موسکي کلي کې په ډرون برید کې اووه کسان ژوبل شوي دي.
په بنو او شمالي وزیرستان کې ولسي خلکو ته دا مرګژوبله په داسې وخت کې اوښتې چې د جنورۍ پر ۲۸مه په شمالي وزيرستان کې د اتمانزيو جرګې له پوځ او وسلوالو سره پرېکون اعلان کړ.
د اتمانزيو جرګې یو غړي او په شمالي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د بدامنۍ له پرله پسې پېښو وروسته یې له مجبورۍ دغه پرېکړه کړې ده.
د اتمانزيو جرګې په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د ولسي خلکو د نخښه کېدو خلاف تر دې وړاندې هم په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.
د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.
بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.