د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرلي کې په نهمه ورځ هم د اتمانزو مشرانو احتجاج دوام لري

د شمالي وزیرستان ولس په وار وار د ناامنیو پرضد احتجاجونه کړي دي. د جنورۍ دویمې نېټې انځور
د شمالي وزیرستان ولس په وار وار د ناامنیو پرضد احتجاجونه کړي دي. د جنورۍ دویمې نېټې انځور

په میرلي کې د اتمانزو جرګې احتجاج نن په نهمه ورځ هم دوام لري، مشران یې وايي، احتجاج به یې تر هغې روان وي چې حکومت د امنیت ډاډ نه وي ورکړی.

د اتمانزو جرګې د فبرورۍ له شپږمې د ډرون بریدونو، نا امنۍ، هدفي وژنو او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوړېدو خلاف احتجاج پیل کړی دی. دوی په میرلي کې د احتجاجي پرلت ترڅنګ د بنو او میرامشاه ترمنځ لویه لاره هم تړلې ده.

د جرګې ویاند مفتي بیت الله د فبرورۍ پر ۱۴مه احتجاجي پرلت ته د وینا پر مهال وویل، "موږ له جرګو انکار نه کوو، د انتظامیې په زریعه له پوځ سره مذاکرات کوو خو دوی دې راته هغه ډول اطمینان راکړي چې موږ یې غواړو. د پوځ په فعل او عمل باندې زموږ باور ختم شوی دی."

نوموړي وړاندې وویل، مسله به هله هوارېږي او د دوی احتجاج به پای مومي چې کله پر ولسي خلکو د ډرون بریدونه بند شي او په سیمه کې امنیت ټینګ شي.

د اتمانزيو جرګې تر دې وړاندې هم په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د ولسي خلکو د نخښه کېدو خلاف په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي دي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د جرګې له مشرانو سره یې د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي دي خو کومې نتیجې ته لا سره نه دي رسېدلي.

پر دې سربېره د پاکستان پوځي چارواکو هم په وار وار مشال راډیو ته ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې یې د وسلوالو خلاف هدفي عملیات تېز کړي دي او دا به د امنیت تر ټینګېدو پورې روان وي.

په میرلي کې تازه احتجاج پر داسې مهال پیل شوی دی چې هلته په تېرو میاشتو کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو او په عملیاتو کې پر ولسي ابادیو د توغندیو لګېدو په پېښو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG