د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا او کراچۍ کې احتجاج کونکو د موسا خان د مرګ د پلټنو غوښتنه وکړه


کراچۍ پوهنتون کې مظاهر
کراچۍ پوهنتون کې مظاهر

د خيبر پښتونخوا په کوز دير او پېښور، او د سيند په کراچۍ کې سلګونو کسانو د ملاکنډ پوهنتون د زده کوونکي موسا خان د مړينې پرضد احتجاج وکړ.

موسا خان د مې پر ۳۰مه پر موټر سايکل په يوه ټرافيکي پېښه کې مړ شوی او دوه ملګري يې ژوبل شوي ول. خو احتجاج کوونکي د هغه د مرګ پړه د پوهنتون پر انتظاميې اچوي، ځکه هغوی تور پورې کوي چې انتظاميې په هغه ورځ نوموړی د پوهنتون له هاسټله ايستلی وو.

په کوز دير کې د ملاکنډ پوهنتون مخې ته يو احتجاج کوونکي اظهار خان مشال راډيو ته وويل: "موږ پر دې بنياد دا خبره کوو چې د پوهنتون مشران د موسا خان سرپرستان ول. د هغه دلته پلار نه وو، مور يې نه وه او نور رشته داران يې نه ول. دوی [انتظاميه] ذمه وار دي او دوی موسا خان له هاسټله ايستلی دی نو ځکه موږ دا پړه پر دوی اچوو."

موسا خان په ملاکنډ پوهنتون کې د عوامي نېشنل ګوند د زده کوونکو سازمان، پشتون سټوډنټس فېډریشن مرستيال مشر وو. دا ګوند وايي انتظاميې د مې پر ۲۹مه له نوموړي او د هغه له ملګرو په هاسټل کې د رباب غږولو د سپيناوي لپاره ځواب غوښتی وو. د دې ګوند په خبره، موسا خان د رباب غږولو له امله له هاسټله ایستل شوی وو او کله چې نوموړی شپه مهال کور ته روان وو نو ټکر یې کړی دی.

خو د ملاکنډ پوهنتون اداري مشر ډاکټر الطاف حسین اخوندخېل دا تورونه ردوي. هغه د زده کوونکو د احتجاج په اړه د غبرګون لپاره د مشال راډيو ټېلېفون ته ځواب ونه وايه خو نوموړي د جون پر دويمه په يوه ويډيويي بيان کې ادعا کړې وه چې پر زده کوونکيو د کلتوري پروګرامونو هېڅ بندیز نشته. هغه وويل چې د عدالت د حکم له مخې په پوهنتون کې پر سیاسي فعاليت بندیز دی نو ځکه یې ټولو زده کوونکو ته په دې اړه خبرداری لېږلی وو.

بلخوا د ملاکنډ پوھنتون انتظامیي د جون پر دويمه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ادعا کړې وه چې موسا خان او د هغه ملګري يې له هاسټله بې له اجازې وتلو او پر يوه پيه د موټر سایکل چلولو پر سر ايستلي ول.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتنه کړې چې له ملاکنډ پوهنتونه د زده کوونکي موسا خان د ایستل کېدو په اړه دې د حقیقت معلومولو لپاره پلټنې وکړي. دې کمېشن د جون پر دويمه پر اېکس پاڼه ليکلي چې د ژورناليزم د دې شاګرد د مرګ په اړه شفاف او بې پرې تحقیقات غواړي

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي هم د مې پر ۳۱مه د ملاکنډ پوهنتون چارواکو ته په ليږلي ليک کې په دې اړه رپورټ او پلټنې غوښتې دي. د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير د جون پر درېيمه، د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته وويل چې د پېښې په اړه يې د پلټنو لپاره کمېټۍ جوړه کړې چې نن به ځواب جمع کوي.

XS
SM
MD
LG