د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې یوشمېر زده کوونکي د ساعت تېرۍ او پیسو ګټلو لپاره د موسیقۍ الې غږوي


زده کوونکي وایي په رباب د پوهنتون له سبقونو وروسته ستړیا باسي - د مې ۲۸مې انځور.
زده کوونکي وایي په رباب د پوهنتون له سبقونو وروسته ستړیا باسي - د مې ۲۸مې انځور.

د پېښور د پوهنتونونو یوشمېر زده کوونکي وایي، د تعلیم ترڅنګ رباب او د موسیقۍ نور الات غږوي او له دې لارې نه یوازې ساعت تېری کوي بلکې پیسې هم ګټي.

اشتیاق علي د پېښور په اقرا پوهنتون کې زده کړې کوي، هغه د دوه نورو ملګرو سره د موسیقۍ ډله (بینډ) جوړه کړې ده.

دی وايي، ښادیو ته ځي او د موسیقي په غږولو پیسې ګټي. ''قرار زموږ د بینډ (ډلې) نوم دی. موږ درې زده کوونکي پکې یو. یو د پېښور شارق نواز دی او بل د ګلګت بلتستان مزمل حسین دی. هغه راسره جېمبي غږوي.''

جېمبي ډول او تبلې ته ورته افریقايي اله ده چې په وروستیو کلونو کې یې د غربي هېوادونو ترڅنګ په اسیا کې هم استعمال زیات شوی دی.

د امریکا په فلورېډا ایالت کې یوه ښځه جېمبي غږوي - پخوانی انځور.
د امریکا په فلورېډا ایالت کې یوه ښځه جېمبي غږوي - پخوانی انځور.

علي وایي، هره میاشت له دوو تر څلورو پورې محفلونو ته ځي او د یو پروګرام ۳۰،۰۰۰ روپۍ اخلي. دی د دې ترڅنګ ځینې زده کوونکو ته رباب او د موسیقۍ نورې الې ورزده کوي او له دې لارې هم پیسې ګټي.

د پوهنتون بل زده کوونکی شعېب اکبر وایي له اشتیاق علي یې رباب او ګیټار زده کړي دي.

''د اشتیاق رباب مې واورېد نو ډېر مې خوښ شو. رباب، ستار، جېمبي او ګیټار مې تر ډېره زده کړي دي. که ریښتیا درته ووایم په رباب د یونیورسټۍ تر سبقونو وروسته [ستړیا] باسو.''

رباب د پښتو موسیقۍ مشهوره او تاریخي اله ده. دا د پاکستان، افغانستان او د شمالي هند په یوشمېر برخو کې غږول کېږي. رباب نه یوازې د پښتنو بډایه کلتوري میراث دی بلکې ګڼ خلک یې د موسیقۍ مینه وال دي.

د اقرا پوهنتون په لیلیه یا هاسټل کې مېشت د لکي مروت هلال خان وایي، د نوي کهول پښتانه هم د رباب ټنګ ډېر خوښوي.

هغه وایي، رباب د موسیقۍ هغه اله ده چې په غږولو یې "سړی زړه تشولی شي" نو ځکه یې ځوانان زیات خوښوي.

د قرار بینډ غړي وایي، د موسیقۍ غږول مثبت کار دی نو ځکه دې نور ځوانان هم د رباب او د موسیقۍ د نورو الو غږول زده کړي.

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې مفکوره، په ملاکنډ کې هنر کور او ځینې نورې ناحکومتي ادارې د سيمې د ځوانانو لپاره د موسيقۍ د زده کړو پروژې مخې ته وړي.

XS
SM
MD
LG