د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسا خان وژل کېدو احتجاجونه راپارولي دي


موسا خان د بر دير وو او په ملاکنډ پوهنتون کې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن مرستیال جنرل سیکرټري وو. (انځور د هغه له فیسبوک څخه)
موسا خان د بر دير وو او په ملاکنډ پوهنتون کې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن مرستیال جنرل سیکرټري وو. (انځور د هغه له فیسبوک څخه)

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتنه کړې چې له ملاکنډ پوهنتونه د زده کوونکي موسا خان د ایستل کېدو په اړه دې د حقیقت معلومولو لپاره پلټنې وکړي.

دې کمېشن د جون پر دويمه پر اېکس پاڼه ليکلي چې د ژورناليزم د دې شاګرد د مرګ په اړه شفاف او بې پرې تحقیقات غواړي.


دا له هغه وروسته ده چې د موسا خان په نامه د دې ځوان له پوهنتونه د مبینه اېستل کېدو او په ټرافیکي پېښه کې وژل کېدو پر ټولنیزو رسنیو تود بحث پیل کړی دی.

د عوامي نېشنل ګوند د زده کوونکو تنظيم پښتون سټوډنټس فېډریشن ادعا کړې چې د ملاکنډ پوهنتون انتظامیې د مې پر ۳۱مه موسا خان د رباب غږولو په تور له هاسټله ایستلی وو.

د دوی په وینا، موساخان له هغه وروسته شپه مهال کور ته پر لارې د موټرسايکل په ټکر کې مړ شوی دی.

تر دې وروسته زده کوونکو احتجاجونه وکړل او د هغه د مرګ پړه یې د ملاکنډ پوهنتون پر انتظامیې واچوله خو د دې پوهنتون اداري مشر ډاکټر الطاف حسین اخوند خېل د جون پر دويمه په خپاره کړي ويډيو بیان کې دا تور رد کړی دی.

نوموړي ویلي چې پر زده کوونکيو د کلتوري پروګرامونو هېڅ بندیز نشته.

هغه وويل چې د عدالت د حکم له مخې په پوهنتون کې پر سیاسي فعاليت بندیز دی نو ځکه یې ټولو زده کوونکو ته په دې اړه خبرداری لېږلی وو.

عوامي نېشنل ګوند ویلي چې موسا خان د بر دير وو او په ملاکنډ پوهنتون کې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن مرستیال جنرل سیکرټري وو.

یاد ګوند د جون پر دریمه له یو شمیر نورو ګوندونو سره په شریکه د دې پېښې پرسر د ملاکنډ پوهنتون د انتظامیې پرضد احتجاج کړی دی.

په همدې حال کې د جون پر دریمه د بېلا بېلو پوهنتونونو زده کوونکي او د بشري حقونو فعالان، په پېښور پریس کلب کې د ربابونو په غږولو سره د ملاکنډ پوهنتون د انتظامیې پرضد مظاهره کوي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي هم د مې پر ۳۱مه د ملاکنډ پوهنتون چارواکو ته په ليږلي ليک کې په دې اړه رپورټ او پلټنې غوښتې دي.

XS
SM
MD
LG