وسیم سجاد په پېښور کې د مشال راډيو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو راډیويي او ویډيويي رپورټونه جوړوي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره وايي چې د جنورۍ له ۱۰مې راهیسې تیرا څخه څه باندې ۸۰ سلنه خلکو کډې کړې دي. پوښتنه دا ده چې تیراوالو ته د مېنو پرېښودو وینا چا کړې وه؟ د ځواب لپاره یې موږ په باړه کې د مرستو د پیسو وېش په مرکز کې له کډوالو سره غږېدلي یو او دا ویډیو مو جوړه کړې ده.
د پاکستان له کراچۍ ښاره يو سړي او د هغه مېرمنې د چين د پولې پر لور پلی تګ پیل کړی دی. دغه کسان اوس پېښور ته رسېدلي دي. هغوی مشال راډیو ته ويلي چې د مياشتو په دې سفر کې يې سختۍ ليدلي، خو ځای پر ځای يې ولس هرکلی هم کړی دی. ويډيو رپورټ
په پېښور کې د اورګاډي په بوګیو یا ډبو کې یوه چایخانه (کیفې) پرانیستل شوې ده. هغه چایخانه د پېښور د اورګاډو له مرکزي تمځي سره نېږدې ده چې له بېلابېو ځایونو خلک ورځي. نور په ویډیو کې.
د خيبر په تيرا کې د ممکنه پوځي عملياتو له امله د سيمې د خلکو د کډوالېدو لړۍ روانه ده ا د ضلعي انتظاميې په وينا، تر اوسه له تيرا ميدانه ۶۰ سلنه خلک وتلي دي. په خيبر کې له کډوالو سره د مالي مرستو لپاره درې مرکزونه جوړ شوي دي، خو کډوال د انتظاماتو د کموالي ګيله کوي.
په پېښور کې مېشته افغانه زدکوونکې نوریه بازوان وايي، د افغاني جامو په پرلیکه یا انلاین کاروبار کې د نجونو لپاره یوشمېر موقعې شته. نوموړې وايي، که د پاکستان حکومت هېواد ته ستنه کړه نو هلته هم دې کاروبار ته دوام ورکول غواړي. له هغې سره د مرکې پر اساس جوړ شوی لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو په پېښور کې د دوایانو تر ټولو لوی مارکېټ هم متاثره کړی دی. د دې مارکېټ د دوکاندارانو اتحادیه وايي، دوی هیله لري چې له افغانستان سره به لارې زر تر زره خلاصې شي. د لارو تر تړل کېدو وړاندې به د افغانستان ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره پېښور ته تلل.
د پېښور پوهنتون زدکوونکو د خپلو دوو بې درکه ملګرو د موندلو لپاره له یوې اونۍ راهیسې پرلت وهلی دی. دوی وايي، د محمد عدنان وزیر او خبیب وزیر تر پیدا کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارې تړل کېدو له وجې د پېښور په نمک منډۍ کې د قیمتي کاڼو او غمیو کاروبار کم شوی دی. په دې بازار کې زیاتره افغانان کاروبار کوي. د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د ح
پاکستان کې په تيره يوه لسيزه کې د څارويو د څرمنو کاروبار کم شوی دی. کاروبار کوونکي يې وايي چې په مارکيټ کې د چينايي مصنوعاتو زياتوالي او د څرمنو او له څرمنو څخه د جوړو شيانو د صادراتو کموالي پر دې کاروبار اغېز کړی دی.
تان ته ده ستنولو له ويري کاروبار ته نه شي وروتلاي. د مشال راډيو خبريال وسيم سجاد افغان مارکيټ ته ورغلی او دا رپورټ یې برابر کړی دی.
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د اېف سي ځواک پر مرکزي دفتر په وسلوال برید کې درې سرتېري وژل شوي دي. د پېښور د پولیسو مشر ډاکتر میا سعید رسنیو ته وویل چې د نومبر پر ۲۴مه سهار مهال لومړی یو ځانمرګي بریدګر په وره کې چاودنه وکړه او بیا دوو وسلوالو مرکز ته د ننوتو هڅه کوله. ویډيويي رپورټ.
اسد کامران د خیبر پښتونخوا د کواټ سیمې یو زلمی دی چې د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د نړیوالو څانګو په څانګه کې پر لوړو زده کړو بوخت دی.
د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ او فرهنګ ادارې د پخوانیو ګاډو مېله شوې ده چې پکې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه خلکو خپل ګاډي نندارې ته وښوول او په ښار کې یې وچلول. د نومبر ۱۵مې د مېلې موخه د پښتونخوا سیلګرۍ او کلتور ته وده ورکول ول. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.
سبا یامین له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په پېښور کې سکوټي چلوي او خپلې ورځنې چارې ترسره کوي. هغه وايي، موخه یې د نجونو او ښځو ځواکمنول او خپلواکه کول دي او دا پیغام ورکول غواړي چې پېښور د نجونو لپاره خوندي ښار دی. تفصیل په ویډیويي راپور کې.
د قانون وزیر په مسوده کې د وفاقي اییني عدالت جوړولو تر څنګ د فیلډ مارشال رتبې او د بحري او هوايي ځواکونو مشرانو ته د اعزازي عهدو ورکولو وړاندیزونه کړي دي. نور په دې رپورټ کې.
له يوې ډېرې مودې پس د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د پېښور په نشتر هال کې د څېړنيز مرکز مفکورې او د خيبر پښتونخوا د لرغونو اثارو محکمې په ګډه يو پروګرام جوړ کړی وو چې پکې يوه سټېج ډرامه نندارې ته وړاندې شوه. د ډرامې ليدو ته ګڼ شمېر کسان ورغلي ول. د وسیم سجاد ويډيو وګورئ.
په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو پر کابل تر واکمنېدو وروسته په سلګونه زره کسان له هېواد ووتل چې پکې يوشمېر نرښځیان هم ول. زیاتره خلک پاکستان ته کډه شول، خو اوس اسلام اباد د ټولو کډوالو له هېواد
په بونېر کې د اګست په مياشت کې راغلیو سيلابونو او بارانونو تر ۵۰۰ زیات کسان وژلي ول او ګڼ شمېر کورونه يې وران کړي ول. نن هم د خلکو په ذهنونو کې دغه ناورین ژوندی دی او وايي چې کله هم پر اسمان وريځ ښکاره شي نو په ويره اخته شي.
د بېشوڼۍ خلک وايي د سېلاب ناورین دوی د رواني (نفسیاتي) ستونزو سره مخامخ کړي دي. ځینو یې مشال راډیو ته وویل چې په ځانګړي ډول ماشومان یې ډارېږي او چې په اسمان وریځ هم ووینې نو فکر کوي چې سېلاب راروان دی.
نور وښیئ