د لاسرسي ځای

تازه خبر

''خیبر پښتونخوا لاهم د ترهګرۍ له اثراتو نه ده راوتلې''


اسلام اباد کې د کنفرانس برخوال: ۲۰۱۹ ز کال، ۳۰م سېپټېمبر
اسلام اباد کې د کنفرانس برخوال: ۲۰۱۹ ز کال، ۳۰م سېپټېمبر

د خیبر پښتونخوا سره تعلق لرونکي پارليماني استازي او پوهان وايي ياده صوبه لا هم د ترهګرۍ له اغېزو او اثراتو نه ده راوتلې او وس هم وخت پر وخت د صوبې په بيلا بيلو برخو کې د بدامنۍ پيښې رامخې ته کېږي.

دا څرګندونې دوی د اکسفورډ پوهنتون خپرونې ادارې په یوه کنفرانس کې کولې چې د شپږمې کلنۍ ادبي مېلې په تړاو جوړ شوی وو.

دا ادبي مېله چې د سېپټمبر له ۲۷مې نېټې راهيسې د اسلام اباد په يوه مقامي هوټل کې پیل شوې وه، د اتوار په ماسخوتن ناوخته پای ته ته ورسېده.

په ادبي مېله کې د کتابونو سټالونو ترڅنګ په مختلفو موضوعاتو د سېمينارونو تابيا هم شوې وه چې پکې يوه موضوع (ايا خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ له اثراتو راوتلې ده؟) هم وه. په دې کې د ګډونوالو وينا وه په عارضي توګه خو په صوبه کې تر څه حده امن راغلی دی خو حالات چې کوم خوا ته روان دي نو ښکاري داسې چې څه وخت هم د ترهګرۍ پېښې بيا زياتېدلی شي.

په پروګرام کې موجودې د پيښور پوهنتون يوې استادې ډاکټر نورين نصير مشال راډيو ته وويل دا وس چې کومې پيښې رامخې ته کيږي لکه يو وارې بيا خطونه غورځېدل شورو شوي دي خلکو ته دړکې ورکول کېږي نو لوجې نه صرف صوبايي حکومت له پريشانۍ سره مخ دی بلکې ولس کې هم ويره شته او ښکاري چې په صوبه کې بیا حالات خرابېدلی شي.

پخواني سېنېټر او سياستوال افراسياب خټک وايي خیبر پښتونخوا بالکل هم د ترهګرۍ له اثراتو نه ده راوتلې ځکه چې هره ورځ د صوبې په يوه نيمه برخه کې په څه نا څه ښکل د ترهګرۍ پېښې رامخې ته کېږي او دا به تر هغه وخته جاري وي تر څو چې حکومت په خپلو پاليسيانو کې بدلون نه وي راوړی.

افراسياب خټک زياتوي حکومت د ښه او بد ترهګر له نظریې نه تر اوسه نه دي راوتلي او چې ترڅو يې دا نظريه ژوندۍ وي نو صوبې نه د ترهګرۍ خاتمه ممکنه نه ده.

وفاقي حکومت دريځ لري چې ضرب عضب او ردالفساد عملياتو لوجې نه صرف قبايلي ضلعو او خیبر پښتونخوا بلکې د ملک زياترو برخو نه د وسله والو خاتمه شوې ده او چې کوم لږ ډېر وسله وال او يا د هغوی سهولتکاران پاتې دي نو د هغوی پرضد هم کاروايانې روانې دي.

خو د شمالي وزيرستان منتخب استازې محسن داوړ وايي د حکومت دې عملياتو لوجې په صوبه کې په مستقله نه بلکه په عارضي توګه امن راغلی دی.

د نوموړي وينا وه که حکومت واقعي په صوبه کې ترهګري ختمول غواړي نو ضروري ده چې د وسله والو په مکمله توګه خاتمه وکړي.

د يادولو ده چې په اګست مياشت کې داسې راپورونه مخې ته راغلي وو چې د خیبر پښتونخوا په بونير ضلع کې وسله والو يو وارې بيا سر راپورته کړې او د سيمې نه د حکومتي ګوند تحريک انصاف صوبای او قامي اسمبلۍ غړيو نه صرف د دغه راپورونو پخلی کړی وو بلکې وينا يې وه چې شمېر يې لږ دی او ډېر ژر به له مينځه يووړل شي.

په ۲۰۰۹ ز کال کې د پاکستان پوځ د ملاکنډ ډويژن په سوات، دير، بونير او شانګله کې له هغه پس پوځي عمليات وکړل چې طالبانو يوشمېر سيمې نيولې وې او هلته يې خپل نظام اعلان کړی وو او خلکو ته به يې سزاګانې ورکولې.

XS
SM
MD
LG