د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بيټنيو جرګې له پوځه غوښتي چې د عملیاتو پرمهال دې ولس نه ځوروي


د بېټنیو مشران وايي، پوځ که د وسله والو پر ضد عملیات کوي نو ودې کړي خو عام ولسي خلک دې نه ځوروي: انځور ډېسېمبر ۳۰، کال ۲۰۲۳
د بېټنیو مشران وايي، پوځ که د وسله والو پر ضد عملیات کوي نو ودې کړي خو عام ولسي خلک دې نه ځوروي: انځور ډېسېمبر ۳۰، کال ۲۰۲۳

د خيبر پښتونخوا د ټانک ضلعې بېټني قبيلې د امن جرګې له لارې له حکومته غوښتنه کړېده چې د پوځي عملياتو پرمهال دې عام ولس نه ځوروي.

دوی د ډېسېمبر پر ۳۰مه د ټانک په ټاون هال کې د امن په نامه یوه جرګه غوښتې وه چې پکې ګڼو ځايي مشرانو ګډون وکړو.

د امن جرګې یو ګډونوال او مشرعبدالله ننګيال مشال رېډيو ته وويل، په جرګه کې دا پريکړه وشوه چې حکومت دې په ټانک کې د وسله والو پرضد عمليات نه کوي او د ده په خبره دوی به وسله والو ته ورځي چې له سيمې دې ووځي ځکه چې دارنګ د دوی پرضد د پوځي عملياتو له کبله عام ولس ته تاوان ونه رسيږي.

نوموړی وايي: "موږ به وسله والو ته په ننواتې ورځو چې تاسو لږ له سيمې په څنډه شئ چې دارنګ عام ولس ونه ځوريږي. موږ امنیتي ځواکونو مشرانو ته ویلي چې د کلي نه د عامو خلکو د ویستلو اجازه چاته نه ورکوو."

د ټانک جرګې ګډونوال: انځور ډېسېمبر ۳۰، کال ۲۰۲۳
د ټانک جرګې ګډونوال: انځور ډېسېمبر ۳۰، کال ۲۰۲۳

عبدالله بیټنی وايي، وسله وال او پوځ دواړه دې د سیمې د خلکو بدې ورځې ته وګوري او کلی دې نه خالي کوي ځکه چې خلک نور د کډو کولو توان نه لري.

د جرګې یو بل مشر لایق زاده بېټنی وايي، هغوی په خپله سیمه کې د امن لپاره د جرګو مرکو په ګډون له هرې لارې کار اخلي. نوموړی وايي: "د بېټنیو په سیمه کې بده ورځ ده، بدامني ده، جګړه ده، عملیات دي، خلک په منځ کې خرابېږي، پوځ وايي موږ نه ووځو، طالبان وايي موږ نه ووځو."

هغه وايي جرګه یې په دې موخه را غوښتې وه چې یوه منځنۍ لاره ولټوي.

د بېټنیو مشران وايي، پوځ که د وسله والو پر ضد عملیات کوي نو ودې کړي خو عام ولسي خلک دې نه ځوروي، کډوالېدو ته دې یې نه مجبوروي او د هغوی د سر او مال ساتنه دې وکړي.

خو د ټانک ضلعې ډيپټي کمېشنر محمد شعیب خان مشال راډیو ته وویل چه په ضلع کې د امنیتي حالاتو د ښه کولو لپاره به پوځ، پولیس او د مقامي انتظامیې چارواکي د بيټني قبيلې له مشرانو سره په شریکه ګامونه پورته کوي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل: "موږ په دې سیمه کې د امن غوښتونکی یو او د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره فعالیت کوو. نن د دوی جرګه ده او موږ هیله لرو چې دغه مشران به د حکومت سره د امن و امان په ټینګولو کې لازمه همکاري وکړی."

بل پلو، د ټانک ضلعې د پولیسو مشر افتخار علي شاه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو او پوځد ټانک په کړي حیدر کلي کې د ډېسېمبر په ۲۷مه ګډ عملیات وکړل چې پکې د ټي ټي پي یو قومندان ادریس وژل شوی دی.

وسلوالو د خپل ملګري د وژل کېدو د خبر تصديق کړی خو په دغه ورځ د سيمې خلکو مشال رېډيو ته وويل چې د عملياتو پرمهال د حکومت په امر زرګونو خلکو خپل کورونه خوشي کړي ول.

په وروستیو کې د ټانک په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې پکې د امنیتي سرتېرو ترڅنګ ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ډېسېمبر پر ۱۵مه په ټانک او خیبر کې په بریدونو او نښته کې درې سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بريدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د ډېسېمبر پر ۲۴مه په خپل رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال له پیل راهیسې په هغه هېواد کې ۲۹ ځانمرګي بریدونه وشول چې پکې ۳۲۹ کسان ووژل شول او ۵۸۲ پکې ژوبل شول.

د رپورټ له مخې، په هغو بریدونو کې زیاتره په خیبر پښتونخوا کې شوي ول. رپورټ وايي، په ۲۰۲۳ز کال کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ۱۳ او په ښاري برخو کې یې ۱۰ ځانمرګې حملې وشوې.

رپورټ ښيي چې د ۲۰۲۲ز کال پرتله په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې وسلوال فعالیتونه ۹۲ سلنه زیات شول.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG