د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي په ټانک کې یې د ټي ټي پي یو قومندان وژلی دی


د پاکستان د پوځ لسګونه سرتېرو د ډېسېمبر پر ۱۵مه په ټانک ښار کې ګزمه وکړه.
د پاکستان د پوځ لسګونه سرتېرو د ډېسېمبر پر ۱۵مه په ټانک ښار کې ګزمه وکړه.

پولیسو د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د یو قومندان د وژنې دعوه کړې ده.

د ضلعې د پولیسو مشر افتخار علي شاه د ډېسېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو او پوځ د ډېسېمبر پر ۲۷مه کې د ټانک په کړي حیدر کلي کې ګډ عملیات وکړل چې پکې د ټي ټي پي یو قومندان ادریس وژل شوی دی.

ده وویل چې نوموړی د ترهګرۍ په څلورو مقدمو کې مطلوب وو او هدفي بریدونه به یې کول.

تحریک طالبان پاکستان مشال راډیو ته په استولي بیان کې د خپل یو ملګري ادریس چې د سفیان په نوم هم پېژندل کېده، وژنه تایید کړې ده.

په همدې حال کې د کړي حیدر اوسېدونکو له چارواکو غوښتي دي چې د عملیاتو پر مهال دې ځايي خلک نه ځوروي.

د بلدیاتي ادارې د کلیوالې شورا مشر پیر یونس مشال راډیو ته وویل چې د ډېسېمبر پر ۲۷مه امنیتي سرتېرو د کلي اوسېدونکي له کورونو و ایستل او په تکلیف یې کړل. ده وویل، انتظامي چارواکو ښځې، ماشومان او ناروغان هم له کورونو و ایستل، چې پکې یې ځینو ناروغانو ته دوا ورکړه خو زیاتره خلکو ورځ په نهره تېره کړه.

خو د پولیسو مشر افتخار علي شاه وايي د خلکو د ساتنې لپاره یې تر عملیاتو مخکې اعلانونه وکړل چې هغوی دې کورونه پرېږدي او یو ټاکلي خوندي ځای ته دې ورشي.

دی وايي، انتظامي چارواکو په هغه ځای کې له کورونو څخه د وتلیو خلکو لپاره د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو، دواګانو او خوړو بندوبست کړی وو.

په وروستیو کې د ټانک په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې پکې د امنیتي سرتېرو ترڅنګ ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ډېسېمبر پر ۱۵مه په ټانک او خیبر کې په بریدونو او نښته کې درې سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بريدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د ډېسېمبر پر ۲۴مه په خپل رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال له پیل راهیسې په هغه هېواد کې ۲۹ ځانمرګي بریدونه وشول چې پکې ۳۲۹ کسان ووژل شول او ۵۸۲ پکې ژوبل شول.

د رپورټ له مخې، په هغو بریدونو کې زیاتره په خیبر پښتونخوا کې شوي ول. رپورټ وايي، په ۲۰۲۳ز کال کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ۱۳ او په ښاري برخو کې یې ۱۰ ځانمرګې حملې وشوې.

رپورټ ښيي چې د ۲۰۲۲ز کال پرتله په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې وسلوال فعالیتونه ۹۲ سلنه زیات شول.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG