د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې په بریدونو کې ۳ سرتېري او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


د خيبر پښتونخوا په ټانک کې تر وسلوال بريد وروسته امنيتي ځواکونه د ډېسېمبر پر ۱۵مه ګزمه او د لټون عمليات کوي.
د خيبر پښتونخوا په ټانک کې تر وسلوال بريد وروسته امنيتي ځواکونه د ډېسېمبر پر ۱۵مه ګزمه او د لټون عمليات کوي.

د خیبر پښتونخوا په ټانک او خیبر کې په بریدونو او نښته کې درې سرتېري او درې مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د ټانک د پولیسو مشر افتخار علي شاه د ډېسېمبر ۱۵مې پر سهار مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو شپې شاوخوا دوه بجې پر پولیس لاینز او پوځي پوسته برید وکړ چې ورسره سم نښته پیل شوه.

نوموړی وايي چې نښته تر څو ساعتونو پورې روانه وه چې پکې یو پولیس ووژل شو او درې ژوبل شول چې د ټانک روغتون ته لېږدول شوي دي.

شاه زیاته کړه چې د نښتې پر مهال پولیسو دوه او پوځ یو مشکوک وسلوال وژلی دی.

د انصار الجهاد په نوم یوې نوې وسلوالې ډلې د برید ذمه واري منلې ده.

په همدې حال کې د خیبر پولیسو په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د ډېسېمبر ۱۵مې پر سهار په ناله خوړ سیمه کې د اېف سي ځواک او پولیسو پر ګډه پوسته برید وکړ چې پکې د اېف سي دوه سرتېري ووژل او شپږ ژوبل شول.

بیان وايي چې ژوبل سرتېري روغتون ته لېږدول شوي او د بریدګرو لټون روان دی.

تحریک طالبان پاکستان د خیبر پر پوستې د حملې مسوولیت منلی دی.

تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه له ټانک سره پر پوله د پروت ښار ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې له تاڼې سره نېږدې پر پوځي مرکز په برید کې ۲۳ پوځیان ووژل شول.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

اسلام اباد تر هغې سمدستي وروسته په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د برید ازادې او رڼې پلټنې وکړي او پکې ښکېل وسلوال دې پاکستان ته وسپاري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل چې هیله لري چې د طالبانو حکومت له پلټنو پرته د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پرضد پرېکنده اقدامات وکړي.

بلوڅې دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ژمنه وکړه چې د ډېره اسماعیل خان د برید په اړه پلټنې کوي خو دا یې هم وویل چې د هرې موضوع لپاره باید هغوی مسوول و نه بلل شي.

دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر ۱۳مه تر هغې یوه ورځ وروسته مشال راډیو ته وکړه چې اسلام اباد وویل د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې یې د وسلوال برید په تړاو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "سخت احتجاج" کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۲مه په یو بیان کې وویل په درابڼ کې د ډېسېمبر ۱۲مې د بريد ذمه واري وسلوالې ډلې "تحريک جهاد پاکستان" منلې چې پکې "۲۳ امنيتي سرتېري ووژل" شول او لسګونه نور ژوبل شول. په خبرپاڼه کې دعوه شوې وه چې هغه وسلواله ډله له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د څرګندونو په غبرګون کې مشال راډیو ته وویل چې حکومت یې د برید پلټنه کوي.

ده وویل چې هغه برید د طالبانو حکومت حیرانه کړی دی او د پاکستان پر غوښتنو غور کوي.

البته نوموړي ټینګار وکړ چې د هر څه لپاره باید پر افغانستان تور پورې نه شي او پاکستان باید خپل امنیت ته توجه ورکړي.

مجاهد زیاته کړه چې ډېره اسماعیل خان له افغانستانه خورا لیرې پروت ښار دی او پاکستان پیاوړی ځواک لري نو باید یې هغه برید ناکامه کړی وای.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي.

په وروستیو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې لخوا د ډېسېمبر پر درېيمه خپاره شوي ارقام ښيي چې په هغه هېواد کې په تېره (نومبر) مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد ۳۴ سلنه زيات شوی دی.

اسلام اباد تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه لري او د بریدونو لپاره د هغه هېواد خاوره کاروي خو د طالبانو حکومت دا ردوي او ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې پراته دي او د بریدونو لپاره د بل هېواد خاورې کارولو ته اړتیا نه لري.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، "له بده مرغه" په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې په "پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۶۰ فیصده او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ فیصده زیات شوي دي."

نوموړي ویلي ول چې په تېرو "دوو کلونو کې" یې په هېواد کې "۲،۲۶۷ تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي."

وزیراعظم زیاته کړه چې د طالبانو حکومت ته یې ویلي دي چې د ټي ټي پي غړي وروسپاري خو هغوی دا کار نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کاکړ تر څرګندونو دوه ورځې مخکې له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي ول چې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه نوي نه دي بلکې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې روان دي.

ده ویلي ول چې طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو سره سم فیصله کړې وه چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. "موږ پر هغه فیصله باندې ولاړ یو، هغه مو عملي کړې ده، زموږ له خاورې چا استفاده نه ده کړې."

متقي زیاته کړې وه چې وسلوال د پاکستان په خاوره کې دننه له افغان پولې څخه ۴۰۰ یا ۵۰۰ کېلومیټره لیرې بریدونه کوي، نو امنیت د هغه هېواد کورنۍ موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

XS
SM
MD
LG