د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې وسلوالو بريدونو کې ۲۵ پوځيان وژل شوي، لسګونه ژوبل دي


د ډېسېمبر پر ۱۲مه د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ کې د پوليسو تاڼې ته جوخت وسلوال بريد کې ۲۳ پوځيان ووژل شول.
د ډېسېمبر پر ۱۲مه د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ کې د پوليسو تاڼې ته جوخت وسلوال بريد کې ۲۳ پوځيان ووژل شول.

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بېلو بريدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې، د ډېسېمبر پر ۱۲مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې وسلوالو نن سهار د باردو ډک ګاډی د پوځيانو پوستې (ودانۍ) ته دننه کړ او ورسره سم يې ځانمرګی بريد وکړ، چې په نتيجه يې ودانۍ ونړېدله او ۲۳ سرتېري پکې ووژل شول.

بيان زياتوي چې د نښتې پر مهال ټوله شپږ وسلوال ووژل شول او اوس په سيمه کې د لټون عمليات روان دي.

تر دې وړاندې، په درابڼ کې د پوليسو يو مشر (ډي اېس پي) محمد عدنان مشال راډيو ته وويل چې نن سهار وختي (د ډېسېمبر پر ۱۲مه)، شاوخوا درې بجې، لومړی يو ځانمرګی بريد وشو او ورپسې ډزې هم وشوې چې په نتيجه کې يې ۲۲ سرتېري ووژل شول او ۳۴ ژوبل شول.

د درابڼ پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) ذيشان اقبال په وينا، امنيتي سرتېري هغې سيمې ته د استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو لپاره ورغلي ول او درابڼ تاڼې شاته په يو سکول کې مېشت ول.

بل خوا د ژغورنې ادارې (۱۱۲۲) وياند اعزاز محمود مشال راډيو ته ويلي چې د ژغورنې عمليات يې پای ته رسولي او ټول وژل شوي او ژوبل سرتېري يې روغتون ته رسولي دي.

د بريد مسوليت تحريک جهاد پاکستان، چې يوه نوې وسلواله ډله ګڼل کېږي، منلی دی. دغې ډلې تر دې وړاندې هم د ځينو خونړيو بريدونو مسوليت منلی دی.

درابڼ سیمه د ډېره اسماعیل خان له ښاره شاوخوا ۳۵ کیلوميټره ليرې له جنوبي وزیرستان سره پر پوله پرته ده.

په درابڼ کې د پوليسو تاڼه. د ډېسېمبر ۱۲مې انځور
په درابڼ کې د پوليسو تاڼه. د ډېسېمبر ۱۲مې انځور

د پاکستان پوځ په خپل بيان کې ادعا کوي چې د ډېسېمبر ۱۱مې او ۱۲مې په منځنۍ شپه يې، د ډېره اسماعيل خان په درازنده کې د عملياتو پر مهال ۱۷ وسلوال ووژل.

پوځ همدا راز زياته کړې چې په کلاچي کې يې هم له وسلوالو سره د نښتې پر مهال څلور وسلوال ووژل، خو په ځوابي کاروايي کې يې دوه امنيتي سرتېري هم ووژل شول.

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې د پوځ د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم خپلواکو سرچينو تاييد کړی دی.

پاکستان کې وسلوالو بريدونو کې زياتوالی

په پاکستان، په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تر هغه وروسته د ناامنۍ پېښې زياتې شوې چې کله ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې وویل چې له حکومت سره نااعلان کړی شاوخوا يو کلن اوربند پای ته رسوي.

د خيبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د نومبر مياشتې په خپل رپورټ کې ويلي چې په روان ۲۰۲۳ز کې په هغه صوبه کې په وسلوالو بريدونو کې ۴۱۸ کسان وژل شوي او ۹۸۶ نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې لخوا د ډېسېمبر پر درېيمه خپاره شوي ارقام ښيي چې په هغه هېواد کې په تېره (نومبر) مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد کې ۳۴ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د راپور له مخې، تېره مياشت خیبر پښتونخوا ترټولو اغېزمنه صوبه وه چې هلته ۵۱ بريدونو شوي ول چې پکې ۵۴ کسان وژل شوي او ۸۱ ژوبل شوي ول.

په همدې موده کې، په بلوچستان کې نهه بریدونه شوي چې پکې د ۱۵ امنیتي سرتېرو او درو ملکي وګړو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي ول.

د پاکستان حکومت دريځ

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، "له بده مرغه" په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې په "پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۶۰ فیصده او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ فیصده زیات شوي دي."

نوموړي زياته کړه چې په تېرو "دوو کلونو کې" یې په هېواد کې "۲،۲۶۷ تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي."

وزیراعظم زیاته کړه چې د طالبانو حکومت ته یې ویلي دي چې د ټي ټي پي غړي وروسپاري خو هغوی دا کار نه کوي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې "رياست به له ترهګرو سره خبرې و نه کړي" او دا چې هغوی بايد "پرته له کوم شرطه تسليم شي".

په کابل کې د طالبانو حکومت غبرګون

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې، چې د نومبر پر شپږمه خپره شوه، وویل چې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه نوي نه دي بلکې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې روان دي.

ده وویل چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم فیصله کړې وه چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. "موږ پر هغه فیصله باندې ولاړ یو، هغه مو عملي کړې ده، زموږ له خاورې چا استفاده نه ده کړې."

متقي زیاته کړه چې وسلوال د پاکستان په خاوره کې دننه له افغان پولې څخه ۴۰۰ یا ۵۰۰ کېلومیټره لیرې بریدونه کوي، نو امنیت د هغه هېواد کورنۍ موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

بل خوا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اګست پر ۲۱مه په اوروزګان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ مسله ده چې باید یې په خپله حل کړي.

ده زیاته کړه چې که اسلام اباد هغه مسلې د زور له لارې هواروي نو د پاکستان او افغانستان ولسونو ته به زیان ورسي.

داراز، ټي ټي پي هم په بیا بیا ویلي دي چې د حملو لپاره د افغانستان خاوره نه کاروي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG