د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې شیعه او سني مشرانو د سیمې پر امنیت جرګه کړې ده


د کورمې شیعه او سني مشران د امن ټینګښت لپاره په ګډو هڅو سلا شول ـ پخوانی انځور.
د کورمې شیعه او سني مشران د امن ټینګښت لپاره په ګډو هڅو سلا شول ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د کورمې په بالیش خېلو کې د شیعه او سني مشرانو د سیمې د امنیت پر ځای ساتلو او راپورته شویو ستونزو د هواري لپاره جرګه کړې ده.

په جرګه کې شامل د خوار کلي ملک نیاز بادشاه د ډېسېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، دواړه فریقین پر دغه متفق شول چی که څوک د سیمې امن خرابوي او حکومت یې نیسي نو مخالفت به یې نه کوي بلکې په حمایت کې به ورسره ودریږي.

د مشرانو دا جرګه ضلعي انتظاميې په داسې وخت کې رابللې وه چې په ځینو ځایونو کې د جنګ تیارۍ لپاره د نوو مورچو په جوړولو، په لارو کې د یو بل د مسافرو ګاډو په کاڼو ویشتلو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو دواړو خواوو د یو بل په مخالفت کې لیکنې کړې او د سیمې حالات بیا حساس شوي دي.

په کورمه کې سږ کال د سنيانو او شیعه ګانو ترمینځ څو ځل نښتې وشوې چې مرګژوبله یې واړوله.

د صدې ملک عبدالولي خان وايي، که په سوشل میډیا کې له کرکې ډک تقریرونو او خبرو مخه ونیول شي نو د سیمې امنیت ورسره ښه کېدای شي. هغه وویل دې لور ته حکومت پوره توجه نه ورکوي.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو یو مشر اغا منیر حسین وايي، جنګ دواړو غاړو ته تاوان اړوي او د هیچا په ګټه نه تمامیږي.

هغه مشال راډیو ته وویل، "د سیمې د امنیت لپاره دا مهمه ده چې اول دا مالومه شي چې د شر او فساد سرچینه چېرته ده او دا د حکومت ذمه واري ده چې مخه یې ونیسي."

د شیعه ګانو او سنیانو تر ګډې جرګې وروستته د کورمې مرستیال کمېشنر جاویدالله مسود د ډېسېمبر پر نهمه رسنیو ته وویل چې حکومت د ناامنۍ خورونکو سره هیڅ ډول نرمي نه کوي.

د ده په وینا، له قانونه د سرغړونکو په خلاف بې توپیره عملیات کوي. هغه وویل ۱۶ هغه کسان یې نیولي دي چې په ټولنیزو رسنیو کې د کرکې ډک مواد خپاره کړي ول.

بل پلو د کورمې په صده ښار کې ځايي خلکو او تاجرانو د پولیسو لخوا د هغو شپږو کسانو د نیول کېدو پرضد احتجاج او کار بندیز کړی دی چې د دوی په وینا بې ګناه دي.

په ښار کې د دوکاندرانو اتحاديې مشر محمد ارشاد وايي، د دوي دا غوښتنه ده چې نېول شوي کسان دې راخلاص شي او یا دې راښکاره کړي چی ولې یې جیلونو ته اچولي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG