د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت منظور پشتین د پلټنو لپاره د اډیالې زندان ته استولی دی


منظور پشتین په جنوبي وزیرستان کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
منظور پشتین په جنوبي وزیرستان کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین د پلټنو لپاره په عدالتي تحویل (جوډیشل رېمانډ) کې د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته استولی دی.

د پشتین وکیلانو اېمل مندوخېل او مصدق خټک مشال راډیو ته وویل چې عدالت هغه د ډېسېمبر پر ۱۴مه تر اورېدنې وروسته د ۱۴ ورځنیو پلټنو لپاره زندان ته ولېږداوه.

مندوخېل زیاته کړه چې د پشتین د ضمانت لپاره یې اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړی دی چې اورېدنه به یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د ډېسېمبر پر اوومه په اسلام اباد کې يو عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته د اووه ورځنیو پلټنو په موخه پولیسو ته وسپارل شو.

د منظور پشتين وکيل مصدق خټک هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې عدالت وويل چې پشتین ځکه پولیسو ته سپاري چې نوموړي د روان کال د اګست پر ۱۸مه له اسلام اباد سره نېږدې په ترنول سيمه کې جلسې ته د وينا پر مهال "د رياست ضد خبرې" کړې وې.

خو خټک زیاته کړه چې عدالت ته يې وويل چې تش په تقريرونو څوک پوليس ته په جسماني رېمانډ نه شي سپارل کېدای.

دا تر هغې وروسته ده چې د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله نوموړی احتجاجي پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د منظور پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې ده چې د ده ساتونکو پر پوليسو ډزې کړې دي او يو پوليس يې په موټر وهلی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د اطلاعاتو يو مسوول اغا زبیر شاه د ډېسېمبر پر څلورمه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دا تور رد کړ او و یې ویل چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې دي.

هغه مشال راډیو ته وویل چې د پشتين موټر "اته، نهه ډزه" لګېدلی دی. د چمن د انتظامي مشر زوهېب کبزي په وینا، پشتين د ډېسېمبر پر شپږمه د اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی وو.

د غورځنګ غړو او پلویانو د د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد د ډېسېمبر پر پینځمه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي ول خو په ځینو ځایونو کې پر غونډو د بندیز له وجې احتجاج ته پرې نه ښوول شول او ځينې يې پوليسو ونيول.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ډېسېمبر پر پينځمه پر حکومت غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر ضد دې ریاست دا ډول چلند ودروي.

کمېشن پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي ول چې "پي ټي اېم هېڅکله تشدد نه دی کړی" او په سوله ییز ډول خپل حقونه غواړي. کمېشن د پشتين د نيولو په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی. پاکستانيو پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

پشتين دريځ لري چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګټورې نه دي نو ځکه پرې نيوکې کوي. پي ټي اېم داراز وايي چې هغوی د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG