د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو سوداګر په دوبۍ اېکسپو کې نمایندګي غواړي


دوبۍ ایکسپو: تصویر له ارشیفه
دوبۍ ایکسپو: تصویر له ارشیفه

په دوبۍ کې روان اقتصادي او کلتوري نندارتون یا د دوبۍ ایکسپو په نامه نړیوال مارکیټ کې د خیبر پښتونخوا نه هم په سیلګرۍ، لاسي صنعت، معدنیاتو، په کلتوري او تاریخي څانګو کې نمایندګي شوې ده، خو د قبایلي ضلعو ځینې مشران او د سوداګرۍ د خونو یا چېمبرز اف کامرس غړي وایي په دوبۍ ایکسپو کې د دوی هیڅ نمایندګي تر اوسه نه ده شوې او نه ورته په حکومتي کچه په دغه نړیوال مارکیټ کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

بلخوا صوبایي حکومت وایي دوی په دوبۍ ایکسپو کې د ټولې صوبې نمایندګي کوي. خو د باجوړ ضلعې د سوداګرۍ خونې مشر لالي شاه پښتونیار له مشال رېډیو سره په خبرو کې وايي چې دا دی ۷۰ کاله کېږي چې د پاکستان حکومت قبایل له پامه غورزولي دي: ((زموږ هیڅ نمایندګي نشته، اقتصاد مو خراب دی، سېلګري نشته، نه د هېواد په سطحه زموږ د سیمو د معدنیاتو یا سېلګرۍ د ودې خبره کیږي او نه د دوبۍ ایکسپو غوندې په نړیوال مارکیټ کې د قبایلي ضلعو نمایندګي کیږي.))

پښتونیار زیاتوي باجوړ یوه ښایسته سیمه ده، نه پکې د سېلګرۍ لپاره څه وشول او نه دلته د معدنیاتو صنعت هغسې پرمختګ وکړ چې څنګ دوی غوښتنه لري: "په باجوړ کې له موږ سره کروماییټ، نېپرایټ جسپر دي، په قسمونو او رنګونو ماربلې دي، چې عرب هېوادونو کې ډېر خوښېږي، زموږ باجوړ، وزیرستان خیبر، مومند او نورې سیمې له پامه غورځول له موږ سره یو لوی ظلم دی."

د قبایلي ضلعو د سوداګرۍ د خونو یا چېمبرز اف کامرس مشران وایي دوی ته د "دوبۍ ایکسپو" په نامه نړیوال مارکیټ کې د ګډون هېڅ بلنه نه ده ورکړل شوې. د خیبر قبایلي ضلعې چېمبر اف کامرس سیکټري جنرال فېصل خان د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وایي دوی سره چا په دې اړه هیڅ رابطه نه ده کړې، "موږ اوریدلي دي خو موږ ته چا هیڅ نه دي ویلي او نه راته چا په دوبۍ ایکسپو کې د ګډون بلنه راکړې ده."

دا نړیوال مارکیټ د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په رسمي توګه په دوبۍ کې پرانستل شو او د راروان مارچ میاشتې د ۳۱مې نېټې پورې به دوام لري. دوبۍ ایکسپو پر خپله وبپاڼه لیکلي چې په دغه نړیوال مارکیټ کې ۱۹۲ هېوادونو شامل دي چې دوی پکې خپل اقتصادي، کلتوري او د سېلګرۍ تصویر نړۍ ته وړاندې کوي او دا د دغو هېوادونو لپاره د سرمایه کارۍ یوه ښه موقعه برابروي.

پاکستان هم په دې کې برخه لري.د نورو صوبو غوندې د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت هم وخت په وخت د دغه نندارتون له پېل راهیسې په سیلګرۍ، معدنیاتو،لاسي صنعت او ځینو نورو شیانو په اړه خپل سټالونه لري.

خو د مومندو د سوداګرۍ د خونې یا مومند چیمبر اف کامرس مشر سجاد علي مشال راډیو ته وایي، دوی دغه خبره په دې وروستیو کې د ال پاکستان چیمبر اف کامرس په یوه غونډه کې راپورته کړه چې ولې قبایلي ضلعو ته په دوبۍ ایکسپو کې ځای ورنکړل شو، "ما په دا وروستیو کې په اسلام اباد کې د آل پاکستان د چیمبر اف کامرس په یوه غونډه کې وویل، چې باید قبایلي ضلعې مو له پامه هیرې نه شي که زه د مومندو ذکر وکړم نو دا یوه پټه خزانه ده، دلته ډېر په قسمونو معدنیات دي،خو موږ په دوبۍ ایکسپو څه چې په ملکي سحه هم له پامه غورزول شوي یو."

سجاد علي وایي دوی په دې اړه د خیبر پښتونخوا د سرمایه کارۍ او تجارت د بورډ (خیبر پښتونخوا بورډ اف انوسټمنټ اینډ ټرېډ) سره هم رابطه وکړه. "په اقتصادي، سیلګرۍ او کلتوري څانګو کې دوبۍ ایکسپو ته د تجارانو لېږل د صوبې د سرمایه کارۍ او تجارت بورډ کوي، موږ له هغوي سره هم رابطه وکړي خو د بورډ مشران په یوه غونډه کې مصروف ول."

بلخوا د خیبر پښتونخوا د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړی فهیم خان چې د صوبایي اسمبلۍ د کامرس او انډسټریز د کمیټۍ غړی هم دی، د جنورۍ پر ۲۸مه يې مشال راډیو ته وویل، په دوبۍ ایکسپو کې د صوبې نمایندګي شته خو قبایلي ضلعو ته پکې خاص ځای نه دی ورکړل شوی: "زه خپله هم دوبۍ ایکسپو ته تللی یم، قبایلي ضلعې خو اوس له صوبې سره یو ځای شوي دي نو موږ د ټولې صوبې نمایندګي کوو، داسې نه ده چې ګنې یوې خاصې ضلعې له پېښور، مانسهره یا مردان ته پکې جدا ځای ورکړی وي، موږ هلته د صوبې د سېلګرۍ، صنعت، معدنیاتو او نورو مهم ټولو تاریخي اثارو نمایندګي کوو."

د قبایلي ضلعو د سوداګرۍ د خونو چیمبرز اف کامرس مشران وایي، د قبایلي ضلعو اقتصاد، سیلګري او معدنیات چونکې د ناامنۍ له وجې سخته ځپل شوي دي نو باید چې د دوبۍ ایکسپو غوندې په نړیوال مارکیټ کې دوی ته خصوصي پاملرنه او ځای ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG