د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو د معدنیاتو لانجه: اربونه روپۍګټه یې چېرته ځي؟


مومندو کې د مرمرو غر، سږ کال ۲۰۲۰ سېپټېمبر کې د دغه غره له ښووېدو ګڼ کسان وژل شوي ول.
مومندو کې د مرمرو غر، سږ کال ۲۰۲۰ سېپټېمبر کې د دغه غره له ښووېدو ګڼ کسان وژل شوي ول.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي په قبایلي ضلعو کې یې د معدنیاتو پرسر د تنازعو هواري لپاره یوه کمیټۍ جوړه کړې ده. خو له سیمې د پارلیمان ځنې استازي وايي حکومت د معدنیاتو د ملکیت پرسر د تنازعو په هواري کې سنجیده نه دی او په دغه اړه په مهمو پرېکړو کې ځایي ولسونه په اعتماد کې نه اخلي.

د معدنیاتو لپاره د وزیر اعلا سلاکار عارف احمدزي د نومبر په ۲۴ مه په پېښور کې یوه خبري کانفرانس ته وویل چې د معدنیانو د ټیکه دارانو او مقامي قبیلو ترمینځ د لانجو هوارولو لپاره یې د ډپټي کمشنر په مشرۍ یوه کمېټۍ ګومارلې چې د صوبايي حکومت په سپارښتنه به د ملکیت تنازعې هواروي.

صوبايي حکومت وايي چې په دوه زره نولسم او شلم کال کې یې د قبایلي ضلعو له معدني وسایلو څه باندې درې اربه روپۍ ګټلې دي.

بل خوا له قبایلي ضلعو د پارلیمان ځني استازو دغه کمیټۍ مسترد کړې ده او وايي چې د قبایلي ضلعو په اړه په مهمو پرېکړو کې ځاي ولسونه په اعتماد کې نه اخستل کیږي.

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په دې اړه بیګا (۲۵م نومبر) مشال راډیو ته وویل چې د هغه په سیمه کې د کاپرو او نورو معدنو ‌ذخیرې د پوځي اداری فرنټیر ورکس ارګنایزیشن په واک کې دي او په دغه اړه له ولس سره هېڅ سلا مشوره نه کېږي.

نوموړي زیاته کړه په دغه اړه په منظورو شویو قوانینو سم عمل نه کیږي او صوبايي حکومت هغه کوي، څه چې ورته پوځي ادارې وايي.

له وزیرستانه تر مومندو دا ټولې سیمې په قدرتي او معدني وسایلو مړې دي خو دغلته د جنګ جګړو او بیقرارۍ له کبله له دې وسیلو پوره ګټه نه ده پورته کړل شوې.

له مهمندو د صوبې د اسمبلۍ غړی نثار مومند وايي د خلکو او حکومت ترمینځ د معدني وسیلو په ملکیت او امدن ژور اختلاف دی چې د هواري لپاره یې د اعلانونو پرځاي عملي ګامونو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه حکومت وايي چې له معدنیاتو یې درې اربه روپۍ ګټلې دي خو په اصل کې په دې کې نورې په اربونو روپۍ په غیرقانوني توګه د چارواکیو او ټیکه دارانو جیبونو ته تللې دي.

نثار مومند وویل د قانون سره سم باید حکومت د هرې ضلعې د امدن لس فیصده هم د هغه سیمې په پرمختیا خرڅ کړي خو په عمل کې داسې نه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې صوبايي حکومت د یوه قانوني ترمیم له لارې د قبایلي سیمو ټولې معدني وسیلې سرکاري ګرځولي دي او ادعا کوي چې د امدن لس فیصده به هغه ضلعې ته ورکول کېږي چې معدنیات ترې اېستل کېږي خو د مقامي خلکو استازي وايي، تراوسه ورته د معدنیاتو په امدن کې خپله پوره برخه نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG