د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري له ټي ټي‌ پي سره د شويو مذاکراتو پلټنې وغوښتې


بلاول بوټو زرداری يوې غونډې ته وينا کوي - انځور له ارشیفه
بلاول بوټو زرداری يوې غونډې ته وينا کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان پيپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداری د ترهګرې ګرځول شوې وسله والې ډلې، تحریک طالبان پاکستان سره د تېرو مذاکراتو په اړه پلټنې غوښتې دي.

نوموړي دا خبره، د دیسمبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې، په بېلابېلو حملو کې د وژل شویو کسانو په یاد کې جوړې شوې غونډې ته کړې. په دغه ورځ د کورنيوو چارو وزارت د خپلې ودانۍ پر يو دیوال په ترهګرۍ کې د وژل شويو کسانو تصویرونه کېښوول. دغه وزارت دې دیوال ته "د شهيدانو د ديوال" نوم ورکړی دی.

پر دې ديوال د بلاول بوتو زرداري د مور او د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بينظیر بوټو تصویر هم لګول شوی چې په ۲۰۰۷ کال کې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوې وه. بلاولو بوټو زرداري وويل چې د ترهګرو سره مذاکرات کول د هغو ولسي وګړو او امنيتي ځواکونو یې احترامي ده چې په ترهګرۍ کې وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې د هغه د ګوند، پيپلز پارټۍ، دريځ واضحه دی چې ترهګرو سره مذاکرات سم کار نه وو. هغه زیاته کړه: "کومو ترهګرو ته چې د پاکستان ولس، پوځ او پوليس د خپلو سرونو په قربانۍ شکست ورکړی وواو چې کوم ترهګر په سنګينو جرمونو کې ککړ ول، هغوی سره د خبرو اترو پیل وشو. د عمران خان په حکومت کې دا مذاکرات په داسې وخت کې وشول چې پارليمان سره پرې مشوره نه وه شوې. ترهګر له زندانونو خوشي شول او هغوی ته بلنه ورکړل شوه چې د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې مېشته شول."

بلاول بوټو زیاته کړه چې د وسله والو سره مذاکرات د پاکستان ملي امنيت لپاره ښه نه وو. د هغه په وينا له همدې وجې په دې اړه تحقیقات غواړي‌ چې دومره لویه پرېکړه چا او ولې کړې وه.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پخواني حکومت د ۲۰۲۱ز کال په وروستيو کې د هغه مهال د پوځ له مشرتابه سره په سلا له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) سره په کابل کې خبرې کړې وې. د دغو خبرو منځګړتوب په افغانستان کې د طالبانو حکومت کړی وو.

په څو پړاوونو کې شویو هغو مذاکراتو کې ځينې سیاسي او قبایلي مشرانو هم ګډون درلود چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۲ز کال په مې کې د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ اوربند وشو. د دې اوربند په نتيجه کې ګڼ وسله وال له زندانونو خوشې شول. د عمران خان حکومت دريځ درلود چې د سولې په خبرو به امن راولي.

تر دغو مذاکراتو وروسته، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خلکو د وسله والو د لېدلو دعوه کړې وه. په سوات، وزیرستان، خیبر، بونیر او ځينو نورو سیمو کې خلکو له همدې املهلویې مظاهرې، جلسې او جرګې وکړي او پر امنيتي ځواکونو یې غږ وکړ چې وسله والو سره دې نرمي نه کوي.

د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې تحریک طالبان پاکستان اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ د دوی پر وسلوالو بریدونه کوي نو ځکه دوی کړی اوربند ختموي. تر هغه وروسته، یې په په خیبر پښتونخوا کې حملې زیاتې کړې دي.

د پاکستان د پوځ اوسنی مشر وایي له وسلوالو سره د ریاست واک ته له تسليمېدو پرته بله لار نشته. جنرال عاصم منیر د اګست پر اوومه په پېښور کې جرګې ته وویل چې وسلوال د ترهګرو بریدونو په زیاتولو سره غواړي چې د جوړجاړي لپاره د مذاکراتو بهير بیا پيل شي. خو له دوی سره يوازې دا لار پاتې ده چې د ریاست واک و اختيار ومني. که داسې نه کوي نو له مينځه به يووړل شي.

بلاول بوټو زرداري پخوا هم د وسله والو ډلو سره د سولې د مذاکراتو مخالف کړی وو. هغه څو ځل ويلي چې د پاکستان حکومت بايد د ترهګرۍ ضد پالیسیانې بدلې کړي. تر پيپلز پارټۍ مخکې عوامي نېشنل ګوند هم له تحريک طالبان پاکستان سره په مذاکراتو خفګان ښوولی وو. دغه ګوند مذاکراتو کوونکيوو چارواکو پر ضد په عدالت کې يو درخواست هم ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG