د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ وایي منظور پشتین لا هم لا درکه دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ( په مینځ کې) په کوټه کې د لادرکه کسانو لپاره په احتجاجي خېمه کې ناست دی ـ پخوانی انځور
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ( په مینځ کې) په کوټه کې د لادرکه کسانو لپاره په احتجاجي خېمه کې ناست دی ـ پخوانی انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين په بلوچستان کې د ډېسېمبر پر څلورمه د پوليسو لخوا تر نيول کېدو وروسته د ډېسېمبر تر شپږمې پورې لا هم عدالت ته وړاندې نه کړل شو او تر اوسه لادرکه دی.

د غورځنګ پلویان وایي د ډېسېمبر شپږمه يې ټوله ورځ د اسلام اباد په بلابېلو عدالتونو کې تېره کړه او باور یې وو چې د دوی نيول شوی مشر به عدالت ته راوړل شي خو د هغه تر نيول کېدو ۴۸ ساعته وروسته يې هم درک و نه لګېد.

دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله نوموړی د چمن احتجاجي پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د منظور پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې ده چې د ده ساتونکو پر پوليسو ډزي کړې دي او يو پوليس والا يې په موټر وهلی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورزنګ د اطلاعاتو يو مسول اغا زبیر شاه د ډېسېمبر پر څلورمه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دغه تور ردوي او وايي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې دي. هغه مشال راډیو ته وویل چې د پشتين موټر يې اته، نهه ډزه لګېدلی دی.

د منظور پشتین د نیولو پر ضد په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عطا الله جان وايي چې حکومت د منظور پشتين د نيولو لپاره هغه لارې خپلوي چې په ايين او قانون کې نشته. دی وايي چې حکومت له وسلوالو سره خبرې اترې کوي خو چې څوک د امن لپاره کار کوي هغه نيسي او مقدمې پرې جوړوي.

نوموړي زياته کړه "اول يې د منظور پشتين پر موټر ډزې وکړې او بیا یې ونیولو. د ده ګرفتاري هم غيرقانوني ده او عدالت ته نه پيش کول يې هم غير قانوني دي. دا قانون دی چې نيول شوی کس به په ۲۴ ګنټو کې عدالت ته وړاندې کېږي."

د چمن مرستیال کمېشنر زوهېب کبزي په وینا منظور پشتين د ډیسېمبر پر شپږمه د اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی دی.

د قلعه سیف الله انتظامیې ترمخه منظور پشتین د د ډېسېمبر پر څلورمه شپې مهال ژوب ته لېږدول شوی وو او په دانه سر کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو په شتون کې د اسلام اباد پولیسو ته وسپارل شو.

د قلعه سيف الله ډېپټي کمېشنر وويل چې له صوبې څخه د پشتين د ايستلو پرېکړه د نظم او امنيت وضعيت ته په پام سره شوې ده.
غورځنګ د د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد د ډیسېمبر پر پینځمه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونو کړي ول خو په ځینو ځایونو کې پر غونډو د بندیز له وجې احتجاج ته پرې نه ښودل شول او ځينې يې پوليسو ونيول.

د پشتين د وکيلانو د ډلې يو غړي ايمل خان مندوخېل چې د ډېسېمبر شپږمه يې د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت او جوډيشل کمپلېکس تر مينځ په تلو راتلو تېره کړه ، مشال راډيو ته وويل "د پښتون ژغورنې غورځنګ او د منظور [پشتين] وکيلانو ټوله ورځ په انتظار تېره کړه خو دی ېې عدالت ته رانه وست. اوس د وکيلانو ډله سلا کوي او امکان لري چې سبا د ده د لادرکه کولو خلاف درخواستونه په پېښور او اسلام اباد های کورټ کې داخل کړو."

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ډېسېمبر پر پينځمه پر حکومت غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر ضد دې ریاست خپله رويه بنده کړي. دې کمېشن پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې پي ټي اېم هېڅکله تشدد نه دی کړی او په سوله ییز ډول خپل حقونه غواړي. کمېشن د پشتين د نيولو په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی. پاکستانيو پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي. پشتين دريځ لري چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګټورې نه دي نو ځکه پرې نيوکې کوي. بلخوا پي ټي اېم دريځ لري چې هغوی د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG