د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت علي وزیر په ضمانت خوشې کړی دی


علي وزیر په هرنايي کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ـ انځور له ارشیفه.
علي وزیر په هرنايي کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د جنوبي وزيرستان یو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزير په ضمانت خوشې کړی دی.

عدالت د نومبر پر ۲۱مه د غورځنګ د مرکزي کمېټې د يوه غړي مولانا زينت الله افغان د ضمانت درخواست هم منظور کړ. د عدالت له امر سره سم، علي وزیر او افغان له زندانه خوشې شوې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وکيل عبدالرحمان د دواړو تر خوشې کېدو وروسته مشال راډيو ته وويل چې پر موکلانو يې د بغاوت مقدمې وې خو د ثبوتونو نه شتوالي له وجې ورته عدالت ضمانت ورکړ. "د علي وزير په دوو او د زينت الله په ۱۰ اېف ای ارونو (مقدمو) کې ضمانتونه وشول. دا ټولې د رياست په خلاف د بغاوت مقدمې وې. خو عدالت ته ثبوتونه وړاندې نه شول نو ځکه نو د دوی رهايي وشوه."

د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو علي وزير د نومبر پر ۱۴مه ګرفتار کړی وو. نوموړی تر هغې یوه ورځ وروسته پولیسو ونیوه چې د نومبر پر ۱۳مه په چمن کې یې د تاجر اتحاديې او ګوندونو هغه پرلت ته وينا وکړه چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ د پاسپورټ او ويزې لازمي کېدو پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې روان دی.

علي وزیر پرلت ته په وينا کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی وو چې هغوی دې د پاکستان او افغانستان ترمينځ پر ډېورنډ کرښه پر پاسپورټ د سفر کولو خلاف له پاکستانیو چارواکو سره خبرې وکړي. "موږ نه ډېورنډ لاين منو، نه دې پاسپورټ منو او نه دې بل څه منو، موږ د لوی افغانستان خلک وو، يو او اينده به هم یو."

علي وزير تر دې وړاندې هم څو ځلې نيول شوی او تر اوږدمهاله بند وروسته بيا په ضمانت خوشې شوی دی.

نوموړی تر دې وړاندې د پي ټي اېم له ځينو نورو غړو سره يو ځای د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته نیول شوی وو. پر هغوی د پاکستان امنيتي ځواکونو پر ضد د خلکو د پارونې او تشدد ته د هڅونې تورونه ول، چې هغوی یې بې بنیاده بولي.

وروسته اسلام اباد های کورټ د هغوی ضمانتونه ومنل او پولیسو ته یې امر وکړ چې هغه فعالان خوشې کړي. د عدالت د امر له مخې وزیر او د پي ټي اېم نور غړي د سېپټېمبر پر ۱۹مه ناوخته له زندانه خوشې شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي. دوی د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې کړې او پر امنيتي ځواکونو یې غږ کړی چې د وسلوالو پرضد دې سمه او اغېزناکه مبارزه وکړي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د وسلوالو پر ضد بې توپیره مبارزه کوي او پکې یې بریاوې هم ترلاسه کړې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG