د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان برید: حکومت نوي امنيتي تدابير اعلان کړل، خلکو احتجاجونه کړي دي


په ګلګت بلتستان کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو يو سرتيری - انځور له ارشیفه
په ګلګت بلتستان کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو يو سرتيری - انځور له ارشیفه

د ګلګت بلتستان حکومت د ديامر په چلاس کې د ۹ کسانو تر وژل کېدو وروسته نوي امنيتي تدابیر اعلان کړي او خلکو د امنيت لپاره مظاهرې کړې دي.

د ګلګت بلتستان وزیراعلی ګلبرخان د دیسمبر پر درېيمه په دغه پېښه کې د وژل شويو دوو پوځيانو تر جنازې وروسته خبریالانو ته وويل چې اوس به په حساسو سیمو کې د مسافرو بسونو سره امنيتي ګاډي ځي. د هغه په وينا په بريد کې د ښکېلو کسانو د نيولو کوښښ‌ روان دی.

نوموړي زیاته کړه: "تر دې وروسته به له سکردو او ګلګت څخه د مسافرو موټرې سهار کې ووځي. دوی به د دیامر له حدودو د شپې په تياره کې نه بلکې په رڼا ورځ اوړي. دا احتياطي تدابیر دي. پر دې سربیره به د امنيتي ځواکونو له پينځوو تر لسو ګاډي د مسافر وړونکو بسونو سره مل ځي. موږ د بریدګرو د نیولو لپاره له خلکو د مرستې غوښتنه کوو."

د دیسمبر پر دويمه دا حمله د ديامر په چلاس کې راولپينډۍ ته پر تلونکي بس شوې وه. د ګلګت بلتستان د کورنیو چارو وزیر شمس لون تر پېښې لږ وروسته خبري غونډې ته وویل چې وسلوالو له نېږدې غونډیو څخه پر ګاډو ډزې وکړې. د هغه په وينا په دې برید کې په وژل شويو کې ۲ پاکستاني پوځيان دي. تر اوسه چا د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

حکومت تر برید وروسته پر قراقرم لویه لاره د خلکو تګ راتګ محدود کړ. ځايي خلکو، سیاسي ګوندونو او ټرانسپورټرانو د امنيت لپاره مظاهرې کړې دي. د دیسمبر پر درېيمه په اسلام اباد او پېښور کې هم د ګلګلت بلتستان زده کوونکو او مدني فعالانو دې بريد پر ضد مظاهرې وکړې او له حکومته یې د امنيت غوښتنه تکرار کړه.

د ګلګت بلتستان د کورنیو چارو وزیر شمس لون ويلي چې په "ترهګر برید کې یو سني دیني عالم هم ژوبل" شوی دی. دغه ملا شیرزمان نوميږي چې وروسته یې له روغتونه يوه ويډيو خپره کړه او د خپل صحت ډاډ یې ورکړ. لون ادعا کړې چې د بریدګرو موخه "مذهبي کرکه زېږول" دي. هغه پر دیني عالمانو غږ وکړ چې له دې څخه دې فرقه ییزه مسله نه جوړوي.

د روان کال په اګست کې په ګلګت بلتستان کې تر هغې وروسته د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوه چې د دواړو خواو دیني عالمانو پر یو بل د مذهب د سپکاوي تورونه پورې کړل. په سیپتمبر کې د وزیراعلی په منځګړتوب د شیعه او سني مشرانو یوه ګډه کمېټي جوړه شوه چې موخه یې د شخړو مخنیوی کول دي. هغې کمېټۍ په یو ګډ بیان کې د چېلاس برید غندلی دی او پر خلکو یې د ارامه پاتې کېدو غږ کړی دی.

ګلګت بلتستان له چین، هند او افغانستان سره پوله لري. هغه سیمه د چین د یوې کړۍ یوې لارې نوښت د چین – پاکستان اقتصادي لارې د پروژو برخه ده او پکې د دیامر باشا په نوم یو بند د بیجنګ په مرسته جوړېږي.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر چینايي وګړو، مزدورانو او انجینرانو خونړۍ حملې شوې دي. د ګلګت بلتستان د کورنیو چارو وزیر شمس لون هغو پروژو ته په اشاره وویل چې دا امکان هم شته چې د چلاس برید د پانګوالو وېرولو لپاره شوی وي، خو زیاته یې کړه چې وسلوال به د دې موخې په ترلاسه کولو کې بریالي نه شي او حکومت به یې د موندلو لپاره سخت اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG