د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان کې د نجونو سیالۍ ولې لانجمنې شوې؟


په پېښور کې یوشمېر لوبغاړې د ځغاستې سیالۍ پر مهال - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوشمېر لوبغاړې د ځغاستې سیالۍ پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې د اکتوبر پر پینځمه او شپږمه د نجونو او ښځو د سپورټ سیالۍ وشوې خو مېله هغه وخت لانجمنه شوه چې یوشمېر مذهبي ډلو یې پر نوم انتقاد وکړ.

منتظمینو سیالیو ته د ښځو سپورټي جشن (وېمېن سپورټس ګالا) نوم ورکړی وو خو د ښځو د سپورټ مخالفو مذهبي ډلو یې پر نامه نیوکې وکړې او بالاخره د مېلې نوم د "ښځو مینا بازار" شو.

هغو ډلو ویل چې د ښځو سپورټي سیالۍ د دین او فرهنګ خلاف دي.

خو دا یوازې ګلګت نه دی بلکې تر دې مخکې په اګست کې د خیبر پښتونخوا په بنو کې ملایانو او دیني عالمانو تفرېحي پارک ته او په جولای کې جمعیت علمای اسلام (ف) په باجوړ کې سیلځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی وو. دې اقداماتو په پاکستان کې د فعالانو او قانونپوهانو غبرګونونه پارولي ول. د خیبر پښتونخوا حکومت او د بشري حقونو کمېشن په باجوړ کې د مذهبي سیاسي ګوند اقدام ناقانونه بللی وو.

په ګلګت بلتستان کې څه پېښ شول؟

د اکتوبر پر څلورمه د اهل سنت والجماعت په نوم د یوې ډلې مشر مولانا قاضي نثار احمد په یوه ویډیويي پیغام کې د نجونو د لوبو مخالفت وکړ. "دې مقابلو ته کله د کرییر فیسټیول (د مسلکي یا حرفوي پرمختګ جشن) او کله ورته د وېمېن سپورټس ګالا نوم ورکول کېږي. خو دا زموږ په سیمه کې بې حیايي خپروي او موږ یې مخالف یو. موږ له حکومته خواست کړی دی چې دا سلسله ودروي."

د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې په ګلګت بلتستان کې د ښوونځیو او کالجونو د نجونو د سیالیو پرضد احتجاجونه هم وشول او مظاهرچیان لالک جان لوبغالي ته ورغلل او د مېلې خلاف یې نعرې ووهلې.

تر دې وروسته، د ګلګت بلتستان حکومت د مظاهرچیانو ځینې شرطونه ومنل او نجونو ته یې د لوبو اجازه ورکړه.

زه د ګلګت نجونو ته وایم چې تاسې پر دې وړو، وړو خبرو خپل کار مه پرېږدئ. دا شیان خو په ژوند کې راځي.
انیتا کریم

د سیمې اعلاوزیر خالد خورشید د اکتوبر پر څلورمه خبري غونډې ته وویل، د سیالیو پر مهال فرهنګ ته پام کوي. "د حکومت په حیث موږ باید ټولو ته یو ډول موقعې ورکړو. څنګه چې مو زامن دي، همهغسې راته لوڼه هم ګرانې دي. موږ د خپلو مذهبي مشرانو د رایې احترام هم کوو. دا لوبې به له کلتوري او مذهبي دودونو سره سمې کېږي. ما لارښوونه کړې چې ټولې سیالۍ، که په لوبغالي کې وي او که بهر، باید تر تړلو دروازو شا ته وشي."

خورشید زیاته کړه چې په مېله کې یوازې سپورټي سیالۍ شاملې نه دي بلکې نجونو ته د روغتیا، چاپېریال بدلون او لاسي صنایعو په ګډون پر یوشمېر مهمو موضوعاتو معلومات ورکوي.

د فعالانو او لوبغاړو غبرګون

په ګلګت بلتستان کې د ښځو د حقونو فعالانو او نجونو پر محدودیتونو انتقاد کړی دی.

د ښځو د حقونو یو فعال توصیف قاسمي د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د سیمې د فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیول هم سم کار دی.

دی وايي، دا ځل پر لوبو ځکه تنقید وشو چې په "لومړي ځل د حکومت په مرسته" کېدې.

په کراچۍ کې دوه نجونه د سوکوهنې سیالۍ پر مهال - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې دوه نجونه د سوکوهنې سیالۍ پر مهال - پخوانی انځور.

د قاسمي په اند، "دا ډول پروګرامونه د نجونو وړتیاوې ځلوي، ورته د پرمختګ لارې برابروي نو باید د ستونزو ښکار نه شي."

قاسمي زیاتوي چې په ګلګت بلتستان کې ټولې ۱۴ ضلعې دي چې په نهو کې یې د نجونو د لیک لوست شرح ۸۰ فیصده ده او په سیالیو کې د ټولو ضلعو نجونو ګډون وکړ.

یوې لوبغاړې انیتا کریم البته مشال راډیو ته وویل، دا ډول محدودیتونه یې حوصلې نه شي ماتولای. "دوی چې موږ پر دې منع کوي چې 'تاسې ښځې یاست' نو دا موږ نور هم هڅوي چې په دې ډول مقابلو کې برخه واخلو. دا خو د وړو نجونو مقابلې دي، باید یې مخه و نه نیسي، خو له دې ډول کړنو سره زموږ حوصله نوره هم لوړېږي. زه د ګلګت نجونو ته وایم چې تاسې پر دې وړو، وړو خبرو خپل کار مه پرېږدئ. دا خو په ژوند کې راځي."

XS
SM
MD
LG