د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګست بلتستان کې د نجونو ښوونځی سوځول شوی


پاکستنان کې زده کوونکي ماشومانې نجونې ــ پخوانی انځور
پاکستنان کې زده کوونکي ماشومانې نجونې ــ پخوانی انځور

په ګلګت بلتستان کې ناڅرګنده کسانو د نجونو يو ابتدايي ښوونځی سوځولی دی.

يو ځای خبريال فهيم اختر نن مشال راډيو ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه (د نومبر پر اوومه) د دارېل تحصيل د سميګال په پايني کلي کې رامينځته شوې ده.

تر دې دمه د يادې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې خو فهيم اختر وايي چې په ۲۰۱۸ز کال کې هم ناڅرګنده کسانو د نجونو ۱۱ ښوونځيو ته اور اچولی وو.

حکومتي او پوليس چارواکو تر دې دمه د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې هم د ځايي خلکو په وینا وسله والو سر راپورته کړی خو حکومت او پوځ پرې سترګې پټې کړې دي.

خو حکومت او پوځ دا تور ردوي او وايي‌ چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي‌ او په هیڅ صورت به د هېواد په یوه برخه کې هم وسله والو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG