د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت بلتستان تښتول شوی وزیر خوشي شوی دی


د ګلګت بلتستان سنیر صوبايي وزیر عبدالله بېګ د اکتوبر پر اوومه هغه مهال وسله والو تښتولی وو چې دی له اسلام اباد څخه ګلګت ته روان وو.
د ګلګت بلتستان سنیر صوبايي وزیر عبدالله بېګ د اکتوبر پر اوومه هغه مهال وسله والو تښتولی وو چې دی له اسلام اباد څخه ګلګت ته روان وو.

د ګلګت بلتستان هغه وزیر خوشی شوی چې د اکتوبر پر اوومه د خیبر پښتونخوا په بابو سر ټاپ کې وسله والو تښتولی وو.

د ګلګت بلتستان سنیر صوبايي وزیر عبدالله بېګ د اکتوبر پر اوومه هغه مهال وسله والو تښتولی وو چې دی له اسلام اباد څخه ګلګت ته روان وو.

د ګلګت یو ځايي خبریال شبیر میر د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې عبدالله بېګ تر خوشي کېدو وروسته ګلګت ته رسېدلی دی.

شبیر میر زیاته کړه چې د هغه د تښتوونکو اړه ښايي‌ له تحریک طالبان پاکستان سره وي چې د کومندان نوم یې حبیب الله یادېږي.

د شبیر میر په وینا، د وسله والو غوښتنې دا وې چې د دوی نیول شوي ځینې ملګري دې خوشي او هم دې په ګلګت بلتستان کې د ښځینه لوبو پر مېلو بندیز ولګول شي کوم چې د دوی په وینا د اسلام خلاف کار دی.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر اوومه د ګلګت بلتستان "د سیلګرۍ صوبایي وزیر عبید الله بیګ" په نوم په سوشل میډیا غږ خپور شو چې یو څوک ترې پوښتنې کوي او دی ورته ځوابونه وايي.

مشال راډیو دا پخلی نشي کولای چې دا غږ رښتیا هم د عبدالله بېګ دی او که نه؟

د سوالونو ځواب ورکوونکی وايي چې له ایساروونکو سره خبرې روانې دي، دی او ایسار کړل شوي سېلګري به ډېر زر خوشي کړل شي.

دی دا هم وايي چې د دوی د ایساروونکو کسانو ځینې ملګري بندي دي او دوی یې له بنده خوشي کول غواړي.

د ګلګت بلتستان اوسیدونکي او د پاکستان د بشری حقونو د کمیشن غړي او خبریال مظفر حسین د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، تر دې وړاندې چې کومې داسې پېښې شوې دي هغوی د یادې سیمې د سېلګرۍ برخې ته ډېر زیان رسولی دی.

ده وویل، " که دا حال وي او حکومت توجه نه ورکوي، نو زه ګڼم چې امنیت به هم خراب شي او سیلګري به هم تباه او برباده شي."

مظفر حسین عبدالله بېګ او نور کسان چې پر کومه لاره تښتول شوي، دا هم هغه لاره ده چې سېلانیان پرې ګلګت بلتستان ته سفر کوي.

د ده په وینا، وسله والو پر دې لاره تر دې وړاندې هم داسې پېښې کړې وې او خلک یې تښتولي وو چې ځینې پکې د ده په وینا وژل شوي‌ هم وو.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې هم د ځايي خلکو په وینا وسله والو سر راپورته کړی ، حکومت او پوځ پرې سترګې پټې کړې دي.

خو حکومت او پوځ دا تور ردوي او وايي‌ چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي‌ او په هیڅ صورت به د ملک په یوه برخه کې هم وسله والو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG