د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوسنۍ وبا د نړۍ ۱۲۱ میلیونه وګړي وږي کولای شي


د ښارونو تړل کېدو د بېوزله کورنیو ماشومان سخت زیانمن کړي.(ارشیف)
د ښارونو تړل کېدو د بېوزله کورنیو ماشومان سخت زیانمن کړي.(ارشیف)

د بې وزلۍ ضد نړیوال سازمان اکسفام په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د کوروناوایرس جهاني وبا په نتیجه کې د رامنځ ته شوي بحران ختمولو لپاره ګامونه واخلي.

نن (جولایي ۹) اکسفام په یوه راپور کې ویلي چې وبا په لویه کچه خلک بیروزګاره کړي، د خوړو او غلې پیداوار او وېش يې ګډوډ کړی او مرستې کمې شوي دي.

ادارې ویلي دا بحران کېدی شي سږ کال ۱۲۱ میلیونه خلک له لوږې سره مخامخ کړي. په راپور کې ویره ښودل شوې چې له وایرسه به د ورځې په سر د مړو شمېره ۱۲۰۰۰ ته ورسي.

په راپور کې ۱۰ ځایونه په نښه کړل شوي چې د خوړو له سخت کړکېچ سره مخ دي او د وبا په نتیجه کې يې وضع لا په خرابېدو ده.

په دې کې یمن، کانګو، افغانستان، وینزویلا، مغربي افریقايي ساحل، ایتوپیا، جنوبي سوډان، شام او هیټي شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG