د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی


د هرات په روغتون کې ډاکتران په کانګو د اخته ناروغ د کتنې پر مهال
د هرات په روغتون کې ډاکتران په کانګو د اخته ناروغ د کتنې پر مهال

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې له خلکو غوښتي چې په احتیاطي تدابیرو سره خپل ځان او کورنۍ خوندي کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د جولای پر ۱۳مه د سارس ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپور خپور کړ او ویې ویل چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۴۷ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

کانګو یوه وژونکې ناروغي ده چې له څارویو لکه وزې، پسونو او غواګانو، انسان ته انتقالېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG