د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر عالمزېب خان:د څارويو په منډیو او فارمونو کې د کانګو ناروغۍ ضد دوايي پاشو


هر کال د لوی اختر پر موقع له افغانستانه هم په ګڼ شمیر د قربانيو څاروي پاکستان ته وړل کيږي. (انځور: ارشیف)
هر کال د لوی اختر پر موقع له افغانستانه هم په ګڼ شمیر د قربانيو څاروي پاکستان ته وړل کيږي. (انځور: ارشیف)

د خيبر پښتونخوا د څارويو د چارو اداره وايي چې د لوی اختر له راتګ سره يې د صوبې د ټولو ضلعو پر داخلي لارو د کانګو وايرس د مخنيوي لپاره د قربانۍ پر څارويو د دوايي پاشلو ځانګړي ځایونه جوړ کړي دي.

د څارويو د ادارې صوبايي ډايريکټر جنرل ډاکټر عالمزيب خان د جولای په څلورمه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا مهال د دوی د ادارې ډلې د څارويو په منډیانو او فارمونو کې هم د دوایانو پاشلو چارې پر مخ وړي.

ده وویل، "په هره ضلعه کې مو د ضلعي لايو سټاک چارواکو په مشرۍ کې ډلې جوړې کړي دي ، دوی د هرې ضلعې د ابادۍ او د څارويو د منډیانو مطابق پر څارويو د دوايي پاشلو چارې پر مخ وړي. دې ډلو کې د څارویو ډاکتران هم وي ، بله دا چې کومو ضلعو ته په څارویو بار ګاډی ننوځي نو دغه ډلې پر هغو ګاډو هم دوايي شيندي ، او دا کار په ښه طریقه روان دی."

هر کال د لوی اختر پر موقع له افغانستانه هم په ګڼ شمیر د قربانيو څاروي پاکستان ته وړل کيږي.

اوس پوښتنه دا ده چې له افغانستان سره پر پوله داخلي لارو هم دوی پر څارويو د دوايي پاشلو لپاره ډلې جوړې کړې دي او که نه؟

ډاکټر عالمزیب خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل، "دا مهال له افغانستانه د څارويو په راوړولو بنديز دی خو که کوم څاروي د تورخم ، شمالي وزیر ستان ، انګور اډې، او یا د چترال د ګرم چشم له لارې راځي نو هلته هم د دې مخنيوې ضروري دی خو دا مهال هلته چيک پوستې بندې دي."

د انساني ژوند په اړه دا پوښتنه مهمه ده چې له کانګو وايرس څخه ولس ځان څنګه ساتلای شي او که چېرې څوک پرې اخته شي نو نښې یې څه وي؟

د پيښور په ليډي ريډنګ روغتون کې د ميډيکل د څانګې مشر پروفيسر ډاکټر خالد محمود مشال راډیو ته وویل چې دا مرګونې ناروغي ده.

ده وویل، "د لوی اختر په ورځو کې د دې ناروغان موږ ته ډير راځي ، دا ډيره سخته او خطرناکه ناروغي ده ، دا عموما په ځناورو کې وي او د ځنارو د وينې ، رطوبت یا لاړو نه انسانانو ته لګېږي."

نوموړي وویل چې د دې ناروغۍ په علاماتو کې سخته تبه ، یا د بدن نه د وينې د تلو او یا د سترګو سرو کيدل کيږي.

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي چې هر کال په صوبه کې تر لسو زیات کسان د کانګو ناروغۍ له امله مري.

د ډاکټر خالد محمود په خبره د قربانۍ پر مهال دستانې اچول ډير ضروري وي ځکه که کوم د قربانۍ څاروي کې دا وايرس داخل شوي هم وي نو د احتیاط سره ترې ولس خان ژغورلای شي.

XS
SM
MD
LG