د لاسرسي ځای

تازه خبر

کانګو ناروغۍ په سيند او بلوچستان کې ۴ کسان وژلي دي


کانګو وايرس د کونیې په نامه وړې خزندې له لارې له څارويوو انسانانو ته انتقاليږي
کانګو وايرس د کونیې په نامه وړې خزندې له لارې له څارويوو انسانانو ته انتقاليږي

د سيند حکومت د روغتيا وزرات وایي، په تېره څه دپاسه یوه اوونۍ په کراچۍ کې ۳ کسان په کانګو ناروغۍ مړه شوي دي.

د وزارت ویاندې مهر خورشيد د مې پر نهمه رسنیو ته وویل چې په هغه ناروغۍ اخته یو بل تن د مې پر اتمه د کراچۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه. د ویاندې په خبره مړ شوی تن د کوټې استوګن وو. په عین حال کې په بلوچستان کې چارواکو ويلي چې يوه نجلۍ دګانکو ناروغۍ له کبله مړه شوې ده.

په پاکستان کې د نورو کلونو په څېر د لوي اختر له رانېږدې کېدو سره د څارویو منډۍ لګېدلي چې ورسره د کانګو ناروغۍ خطره نور زياته شوي ده.

د کراچۍ سول روغتون ډاکټر نجيب احمد دمې پر نهمه، مشال راډيو ته وويل چې کانګو ناروغي له څاروو انسانانو ته لګیږي. هغه زیاته کړه ''کانګو په دوو لارو انسانانو ته انتقالیدای شي. لومړی دا چې که ځناورو په بدن کې یو کوچنی شی چې د کونیې په نوم یادیږي، چې انسان وچيچي، انسان ناروغیږي. بل دا چې کوم ځناور په دې ناروغۍ اخته وي او وینه یې انسان ته منتقل شي نو ورسره انسان ته ویروس انتقالیږي.''

پروفيسر ډاکټر سعيد خان په وينا، د څارویو منډۍ ته د تګ په مهال که له احتیاطه کار واخیستل شي نو تر ډېره د کانګو مخه نیول کیدلای شي.

دسيند حکومت د روغتيا وزرات وایي، دا مهال د کراچۍ په روغتونونو کې څلور نور د کانګو ناروغان تر درملنې لاندې دي. د وزارت ویانده وایي د لوي اختر لپاره لګول شویو منډیانو انتظامیې ته یې لارښوونې کړي چې ناروغه څاروي منډيي ته بو نه ځي، ټولو څارویو باندې د کانګو ضد دوا سپری وشي او په منډیانو کې ټول خلک دستانې وکاروي.

د ډاکټرانو په وينا د کانګو وايرس نښو کې سخته تبه، په مري درد، د پوزې بهېدل، د ملا او نورو هډوکو درد شامل دي. د دې تر څنګ د مخ او سترګو سوروالی، پر بدن د سور داغونو څرګندېدل هم د کانګو ویروس نښې دي. ډاکټران وایي، کله چې د کانګو ویروس موجود وي، د ناروغ سپينه وینه (پلیټلیټونو) کمېږي، د تبې سره د نارغیو پر ضد د وجود مدافع نظام کمزورکیږي اود انسان د بدن پوزه خوله او غوږونو څخه وینه بهیږي.

په پاکستان کې هر کال د لوی اختر نه مخکې ګڼشمېر خلک په کانګو اخته کیږي چې ځینې یې مري. د هغه هېواد روغتیا مرکزي وزارت شمېرو تر مخه په ۲۰۱۶ز کال کې هلته د کانګو ناروغۍ ۲۵ او په ۲۰۱۷ ز کال کې ۲۱ کسان وژلي ول. دا راز تېر کال هغې ناروغۍ ۱۲ کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG