د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر کسان په کانګو وایرس اخته شوي


کانګو وایرس له څاروو انسانانو ته صرایت کوي: انځور له ارشیفه
کانګو وایرس له څاروو انسانانو ته صرایت کوي: انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا د روغتیا اداره وايي چې په هغه صوبه کې د کانګو وایرس له کبله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او څلور نور تر درملنې لاندې دي.

د روغتیا د ادارې (محکمه صحت) یو چارواکي ډاکټر ارشاد روغاني د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، دا ټول کسان له لوی اختر نه وروسته پر کانګو اخته شوي دي.

نوموړی وايي: "له لوی اختر نه وروسته په مجموعي توګه مونږ ته شپږ ناروغان راوستل شوي وو، په هغو کې یو کس بیرته ښه شوی، دوه کسان ترې مړه شوي او د درو نورو درملنه په حیات اباد میډیکل کمپلیکس، خیبر ټیچنګ روغتون او جرنیلي روغتون کې روانه ده."

د ډاکټر ارشاد روغاني په وینا کانګو وایرس له یوه نه بل کس ته نه لګېږي او په هغه صورت کې ترې یو څوک ناجوړه کېدای شي چې د کانګو په وایرس د اخته څاروو سره په تماس کې شي. ډاکټران وايي، په کانګو وایرس اخته کسان باید د روغتون په یوه ځانګړې څانګه کې وساتل شي، چیرته چې د بیمارانو د ګوښه یا قرنطین ساتلو انتظام موجود وي. د حیات اباد میډیکل کمپلېکس ویاند اول خان د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، هغوی دا سهولت لري چې دا ډول بیماران په جلا جلا خونو کې وساتي.

د روغتیا د چارواکو په وینا څاروي وروسته له هغې پر کانګو وایرس اخته کېږي چې کونې، ټېک یا یوه خاص قسمه مچۍ یې وچیچي. بیا که د ناروغه څاروي په وینو یا غوښو د کوم انسان د بدن زخمي برخه وجنګېږي نو دا وایرس ورته صرایت کوي. د یادې ناروغۍ پر مهال پر انسان شدیده تبه راځي، سرخوږی لري، د عضلو، د ملا او د سترګو درد ورته پیدا کېږي او رڼا پرې بده لګېږي.

بل خوا د خيبر پښتونخوا د مالدارۍ (لايو سټاک) د ادارې د واکسینو د څانګې مشر ډاکټر محمد سجاد وايي، چې د نورو کلونو پرتله سږ کال يې هم د لوی اختر نه يوه میاشت مخکې په منډیانو او صوبې ته په داخلېدونکو لارو، د کانګو بیمارۍ نه د بچ کېدو دوا شیندلې وه. نوموړی وايي، دا کار په دې موخه ترسره کوي چې هم څاروي او هم انسانان له کانګو بیمارۍ روغ پاتې شي. د نوموړي په وینا، په خیبر، اورکزو، شمالي او جنوبي وزیرستان او باجوړ کې د هغوی عمله موجوده وي چې د کانګو پر ضد څاروو ته د سایپر متهرین دوایۍ سپرې کوي.

XS
SM
MD
LG