د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې کانګو وایرس څلور کسان وژلي


انځور له ارشیفه اخېستل شوی.
انځور له ارشیفه اخېستل شوی.

له څاروو انسانو ته لګېدونکي وایرس کانګو د خیبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې څلور کسان وژلي دي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې د جولای پر نهمه ویلي چې پر کانګو وایرس له اخته کېدو وروسته مړه شوي کسان د پېښور د سفید سنګ د کافورو ډېرۍ سره تړاو لري. په یاده سیمه کې په نورو کسانو کې هم دا وایرس موندل شوی چې درملنه یې روانه ده.

د چارسدې یو اوسیدونکي محبوب علي د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، هغوی د کانګو وایرس خورېدو په وېره کې مبتلا کړي دي ځکه چې د لوی اختر لپاره یې ګڼ څاروي اخیستي وو او په کور کې د هغوی مېرمنو او ماشومانو د دغو څارویو ساتنه کوله. نوموړی وايي، هغوی ډارېږي چې د کورنۍ غړي به یې پر کانګو اخته شوي وي.

د خیبر پښتونخوا د مالدارۍ یا لایو سټاک ادارې یو چارواکي ډاکټر اسد علي شاه د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د هغوی ادارې د قبایلي ضلعو په ګډون په ټوله صوبه کې د کانګو او د څاروو د نورو بیماریو دواپاشي (سپرې) کولو انتظامات کړي دي. نوموړی وايي، تر دې مهاله یې د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې له ۲۰ لاکو نه سیوا څاروي سپرې کړې دي.

خو پوښتنه دا ده چې کانګو وایرس انسانانو لپاره څومره خطرناک دی؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پېښور د یو شخصي روغتون ډاکټر صدیق عدنان د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، کانګو وایرس د انسان صحت لپاره ډېر خطرناک دی او په دې وایرس د اخته کسانو د مړینې کچه ۳۰ سلنه نه سېوا ده نو خلکو له پکار دي چې ځانونه ترې وساتي.

ډاکټران وايي، کانګو وایرس په هغه صورت کې له څاروي اسان ته لګېږي چې د ناروغه څاروي وینه د انسان په لاس او پښو ولګېږي او یا د څارو په بدن کې پټ کونی( منګوړ) د انسان بدن ته لاره پیدا کړي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د کانګو وایرس ترڅنګ په څاروو کې د پوټکي ناروغي لمپي سکېن هم په زرګونو څاروي ناروغه کړي دي.

XS
SM
MD
LG