د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بغلان يوه جومات کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده


د افغانستان د بغلان ولايت نقشه.
د افغانستان د بغلان ولايت نقشه.

د افغانستان د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو حکومت امنیه قومنداني وايي، چې چاودنه د اکتوبر پر ۱۳مه د جمعې لمانځه پرمهال د شیعه ګانو په "امام زمان" جومات کې شوې ده.

دغې قومندانۍ په خپره کړې اعلاميه کې زياته کړې چې دا يو ځانمرګی بريد وو چې په نتيجه کې يې اووه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې د پلخمرۍ په روغتون کې یوې سرچیني، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم يې خپور شي، د مشال راډيو ازادي ځانګې ته ويلي ول، چې د پېښې له ځایه روغتون ته شاوخوا ۳۰ جسدونه وروړل شوي دي.

د پېښې له ځايه د خالد په نوم یوه عیني شاهد وویل چې چاودنه په تکیه خانه کې دننه وشوه. "تلفات خورا زیات دي. دا ځانمرګی بريد وو. یو شمېر ټپیان انتقال شوي دي او نور ټپیان لا هم راباسي."

د دې بريد مسوليت د اسلامي دولت وسلوالې ډلې يا داعش خراسان څانګې منلی دی. هغې وسلوالې ډلې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر شیعه ګانو بريدونه کړي دي.

هغې ډلې نه يوازې هلته شيعه ګان په نښه کړي بلکې د طالبانو پر چارواکو يې بريدونه کړي دي.

د اسلامي دولت خراسان ولايت څانګه

اسلامي دولت ډله (داعش) په لومړي سر کې په ۲۰۰۶ز کال کې په عراق کې جوړه شوه. داعش په ۲۰۱۵ز کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د "خراسان ولايت" په نوم څانګه جوړه کړه چې پکې هغه وسلوال شامل شول چې له القاعدې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او افغان طالبانو يې لارې بېلې کړې وې.

حافظ سعيد خان اورکزی د دې څانګې مشر وټاکل شو خو څه باندې يو کال وروسته د ۲۰۱۶ز کال په جولای مياشت کې د افغانستان په ختيځ کې د امريکايي بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

د اسلامي دولت خراسان څانګې اوسنی مشر د شهاب المهاجر په نامه پېژندل کېږي چې اصلي نوم يې ثناالله غفاري دی. امريکا په ۲۰۲۲ز کال کې د نوموړي پر سر د ۱۰ ميليونه ډالرو جایزې اعلان کړی دی.

په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې حضور

د اسلامي دولت خراسان څانګې تر جوړېدو وروسته هغې وسلوالې ډلې د افغانستان په ختيزو او شمالي ولايتونو کې حضور درلود او په ننګرهار او کونړ کې يې قوي مرکزونه جوړ کړل او ګڼ بريدونه يې وکړل.

تر ۲۰۱۹ز کال وروسته داعش ډله يو خوا د امريکايي او د هغه وخت د افغان حکومتي ځواکونو په عملياتو او بل خوا د افغان طالبانو په بريدونو کې تر ډېره حده وځپل شول او يوشمېر يې تسليم شول.

خو پر افغانستان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اسلامي دولت خراسان څانګې وسلوالو بيا سر راپورته کړ او پر طالبانو او داراز پر ولسي وګړو يې د يوشمېر بريدونو مسوولیت منلی دی.

يادې وسلوالې ډلې د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر نهمه د افغانستان په بلخ ولايت کې د طالبانو د حکومت د والي مولوي محمد داوود مزمل د وژنې مسووليت ومانه.

تر دې پېښې وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي وويل چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډله نه‌ شته او وروستي بریدونه "له بهره واردو شویو" وسلوالو کړي دي.

متقي د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې له ملي ټېلېوېژن سره د مارچ پر ۱۸مه په خپره شوې مرکه کې ادعا وکړه چې هغه ډله په افغانستان کې ختمه شوې ده.

د طالبانو حکومت په وروستیو کې د اسلامي دولت خراسان څانګې د ځپلو او د هغې ډلې د يوشمېر غړيو د نيولو ادعا هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG