د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د سعيد خان وژنه به د داعش د جرړې ايستلو پيلامه وي


د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د افغانستان او پاکستان لپاره د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) مشر حافظ سعید خان وژل په دې معنا دي چې افغان حکومت او نړیوال ملګري یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو له منځه وړلو ته کلک هوډ لري.

د ملي امنیت شورا د سټراټیژیکو اړیکو رییس او ویاند تواب غورځنګ د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل افغان حکومت ژمنتيا لري چې د افغانستان خاوره له داعش پاکه کړي او د حافظ سعید خان وژنه د دې خبرې د اثبات یوه لویه بېلګه ده.

((د حافظ سعید خان وژل دا معنا لري چې د افغانستان حکومت او د افغانستان وسله وال پوځ او د افغان حکومت نړیوال متحدین د ترهګرۍ ضد جګړه په خاصه توګه د داعش پر ضد جګړه کې جدي دي. د حافظ سعید خان په وژل کېدو سره د حکومت د ارادې قوت او شدت معلومیږي. د افغانستان حکومت متعهد دی چې په افغانستان کې د داعش ټولې جرړې او د داعش اړوند ټولې ډلې او عناصر له منځه یوسي او د افغانستان پاکه خاوره له دې منحوسې ډلې پاکه کړي.))

غورځنګ همداراز وویل چې د حافظ سعید خان په وژلو سره هغه خبرې باطله شوې چې ګنې د افغانستان حکومت د داعش پر ضد په جګړه کې جدي نه دی.

د ملي امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې د مشر حافظ سعید د وژلو هرکلی کوي چې د سعید د وژلو خبره په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت هم تېره ورځ ویلي چې د داعش ډلې مشر حافظ سعید د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د امریکا په هوایي حمله کې له خپلو څو مهمو کسانو سره وژل شوی دی.

که څه هم افغان چارواکو د حافظ سعید وژل د داعش د ختمولو لپاره په ښه نیت نیولی خو یوې امنیتي سرچیني مشال راډیو ته ویلي چې داعش په افغانستان او پاکستان کې د حافظ سعید خان تر وژلو وروسته حسیب لوګری خپل نوی مشر ټاکلی دی.

بلخوا یو شمېر پوځي کارپوهان د داعش ډلې د سيمه ييز مشر وژل د دې ډلې د ماتې د پیل او د هغو کسانو تر منځ د ویرې د خپرېدو لپاره مهم بولي چې له دې ډلې سره خواخوږي لري.

افغان کارپوه جاویدکوهستاني مشال راډیو ته وویل چې حافظ سعید خان له ترهګرو سره ژورې اړیکې لرلې او وژل یې هرومرو داعش له ماتې سره مخ کوي.

((د دې لپاره چې حافظ سعید د قومي اړیکو د لرلو په اساس او د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) او په پاکستان کې د نورو ترهګرو ډلو په مرسته کولای شول چې داعش د رهبرۍ په یوه سطحه کې خوندي وساتي. نو د سعید وژل کېدل د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د خواره واره کېدو سبب کېدای شي او هم به د هغو ټولو ترهګرو راتلل بند کړي چې له نورو سیمو په خاصه توګه له پاکستانه راتلل او له داعش سره به یوځای کیدل.))

ښاغلی کوهستانی وايي د حافظ سعید وژل نه یواځې دا ډله کمزورې کوي بلکې د افغان پوځیانو په وړاندې به یې مقاومت له صفر سره ضرب کړي.

صفي الله ستانکزی، کابل

XS
SM
MD
LG