د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدخشان په جومات کې په چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي، ۲۰ ژوبل دي


د جون پر شپږمه په بدخشان کې تر چاودنې وروسته د طالبانو د حکومت سرتېري د پهرې پر مهال.
د جون پر شپږمه په بدخشان کې تر چاودنې وروسته د طالبانو د حکومت سرتېري د پهرې پر مهال.

د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د سرپرست والي نثار احمد احمدي په فاتحه کې چاودنه شوې ده چې پکې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو پخواني امنیه قومندان صفي الله صمیم په ګډون د ۱۵ تنو د وژل کېدو او د ۲۰ د ژوبلېدو راپورونه دي.

په سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د جون اتمې د چاودنې له ځایه یوشمېر ټپیان د استاد برهان الدین رباني روغتون ته وروړل شوي چې کره شمېر یې معلوم نه دی.

صفي الله صمیم په بغلان ولایت کې د طالبانو د حکومت پخوانی امنیه قومندان وو چې درې ورځې مخکې له دندې ګوښه شوی وو.

دی وايي، په وژل شویو کې دیني عالمان، د طالبانو یوشمېر قومندانان او پخواني جهادي مخکښ کسان شامل دي.

د سرچینې په خبره، فیض اباد ښار د طالبانو د حکومت د ځواکونو "تر سخت کنټرول" لاندې دی او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

تر دې مخکې په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي مشال راډیو ته ویلي ول چې چاودنه په جومات کې شوې ده چې ښايي زیاته مرګژوبله ولري.

نوموړي په برید کې د وژل شویو او ژوبلو کره شمېر و نه ښود خو زیاته یې کړه چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

تر اوسه په جومات کې د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر شپږمه د افغانستان په بدخشان ولايت کې د طالبانو حکومت مرستیال والي ملا نثار احمد احمدي په يو ځانمرګي موټر بمي بريد کې ووژل شو.

نثار احمد احمدي د بدخشان د والي مرستیال وو چې په وروستیو کې طالبانو د سرپرست والي په توګه نومولی وو.

طالبان وايي، د بدخشان سرپرست والي نثار احمد احمدي د جون پر شپږمه په موټر بمي برید کې وژل شوی وو.
طالبان وايي، د بدخشان سرپرست والي نثار احمد احمدي د جون پر شپږمه په موټر بمي برید کې وژل شوی وو.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي د جون پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې ملا احمدي په فیض اباد ښار کې د محکمې په څلور لارې کې په موټر بم برید کې په نښه شو چې پکې نوموړی او د هغه ډرېور ووژل شول او شپږ تنه ژوبل شول.‌

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې پر احمدي د حملې ذمه واري منلې ده. هغه وسلواله ډله له مودې راهیسې په بدخشان کې فعاله ده او تر دې مخکې یې د هغه ولایت د امنیه قومندان عبدالحق عمر د وژلو ذمه واري هم منلې وه.

نثار احمد احمدي په بدخشان ولایت کې د طالبانو له پياوړو قوماندانو ګڼل کېده. مخکې تر دې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې افغان حکومت ړنګ کړي، احمدي په شمال او ځانګړي ډول، په بدخشان کې لویې حملې کړې وې.

د افغانستان په شمال کې په وروستیو کې د طالبانو یو بل لوړپوړی چارواکی هم وژل شوی وو. د مارچ په مياشت کې د بلخ ولايت والي ملا داود مزمل په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو. هغه مهال د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري مشال راډيو ته ويلي‌ ول چې پر مزمل د هغه په دفتر کې برید شوی دی.

ملا محمد داود مزمل د طالبانو له لوړپوړو جنګي قوماندانو څخه یو وو. د طالبانو حکومت، هغه د ۲۰۲۲ز کال په مې مياشت کې د کورنيوو چارو مرستيال وزير ټاکلی وو خو وروسته یې د بلخ والي‌کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته ويلي ول چې پر مزمل د برید پلټنې کوي خو تر اوسه یې د هغو تحقیقاتو نتیجې نه دي په ډاګه کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د کابل تر نیولو وروسته د حکومت چارې پيل کړي خو پر وړاندې یې د داعش په ګډون بېلابېلې وسلوالې ډلې جنګېږي.

طالبان وايي، د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې په ګډون یې د نورو وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG