د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات قامي جرګه: ریاست دې د ترهګرو سرپرستي او پر زمکو قبضه کول بس کړي


د سوات قامي جرګې مشر مختيار يوسفزی غونډې ته وينا کوي
د سوات قامي جرګې مشر مختيار يوسفزی غونډې ته وينا کوي

سوات قامي جرګې په خوازه خېله کې د یوې لویې غونډې په کولو سره د ناامنيو او د زمکو سرکاري کېدو مخنیوی غوښتی دی.

د اکتوبر پر لومړۍ نېټه شوې جرګې پر حکومت غږ وکړ چې د دوی په سيمو کې دې امنيت ټينګ کړي او د موټروې جوړولو لپاره دې د کرکیلې ځمکې نه خرابېږي. په دې جرګه کې عزيخېل، جنکيخېل، بشريخېل او نورو قامونه شامل وو.

د جرګې پرېکړه ليک خورشيد کاکاجي ولوست. هغه وويل چې د بېلابېلو قومونو استازي پر دې پرېکړه ليک رضا دي. نوموړي زیاته کړه: "دا تاريخي قومي جرګه مطالبه کوي چې د سوات ايکسپريس وې دې د کرنې پر زمکو نه بلکې د سیند پر غاړه تېره شي. د زمکو قبضه کول دې بس کړل شي. د بشام خوازه خيله ايکسپريس وې دې له شانګلې ټاپه تر چکدرې پورې د غرونو پر سرونو جوړه شي."

په پرېکړه ليک کې همداراز راغلي: "دا قومي جرګه د سروې اف پاکستان په نوم يا بل نوم د سوات د ځنګلونو او زمکود نيولو په سخته غندنه کوي. دا جرګه له رياست او حکومتونو په ټينګه غوښتنه لري چې د ترهګرو سرپرستي دې بس او په ملک کې دې پايداره امن قايم کړي. د ايين لاسبری دې ومنل شي او د قانون حکمراني دې قايمه کړل شي."

د پاکستان پوځ په بیا بیا د وسله والو د ملګرتيا تورونه رد کړي دي. پوځ هميشه خپل د دريځ تکرار کړی چې دوی د ترهګرۍ قرباني دي او د وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کوي. همداراز په سوات کې د وسله والو مخنيوي لپاره په زرګونو سرتيري‌ځا‌ی پر ځای شوي دي.

پر قومي مشرانو سربیره په جرګه کې د بریکوټ، کبل، مټې، بابوزۍ او نورو سیمو ځوانانو هم برخه اخیستې وه. د سوات قامي جرګې مشر مختيار يوسفزي غونډې ته وویل چې دوی به کلي‌په کلي‌ګرځي او د سوات مسایلو د حل لپاره به ټول قامونه يو ځای کوي. هغه زیاته کړه چې حکومت بايد امنيت ته پام وکړي او له خلکو دې په زور زمکې نه اخلي.

یوسفزي زیاته کړه: "موږ وايو چې بای پاس جوړ کړه او خلکو ته زمکې واپس ورکړه. دا بیا د خلکو خوښه ده چې کور جوړوي، که مارکېټ جوړوي او که نور څه پرې کوي. د سروې اف پاکستان، ايکسپریس وې او نورو په نومونو په دې غرونو کې موجودې زمکې نيول کېږي. خو خلک به هېڅوک پرېنږدي."

د سوات ضلعې انتظاميې او صوبايي حکومت چارواکي وايي چې په سوات کې د سيلګرۍ پر مختګ لپاره له چکدرې تر فتح پوره پورې ۸۰ کيلوميټره موټروې جوړي. همداراز د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې لاندې له بشام څخه تر خوازه خېلې پورې ۶۵ کيلوميټره سړک جوړيږي. حکومتي‌چارواکي‌وايي چې په دې اړه یې د سوات قامي جرګې او نورو خلکو سره تر سلا مشورو وروسته د مسايلو د حل لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

خو د سوات قامي جرګې ته د تحريک مظلومان د ملاکنډ ډويژن مشر رحيم شاه وويل چې حکومت په ځينو ځایونو کې بې له تپوسه د خلکو زمکې سرکاري کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د دوی تحريک په هغو خلکو مشتمل دی چې ځمکې ترې اخیستل شوي دي. رحيم شاه زیاته کړه چې په سوات کې دا تر ټولو لويه مسله ده. "دا زمکه له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۶ پورې له موږ اخیستل شوې. حکومت په ځان پسې ليکلې ده. حکومت هېڅکله په سوات کې زمکه نه درلوده. حکومت وايي چې زمکه ورته له والي سوات پاتې ده خو والي سوات خپله زمکه نه لرله. دا د ولس زمکه ده چې حکومت ته یې په هېڅ صورت نه ورکوي."

XS
SM
MD
LG