د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات د ګلونو شاه کلي خلکو د خپلو کورونو د ړنګېدو پر ضد مظاهره وکړه


 په مظاهره کې په ګڼ شمېر کې ښځې او ماشومان هم شامل وو
په مظاهره کې په ګڼ شمېر کې ښځې او ماشومان هم شامل وو

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ګلونو شاه کلي خلکو د خپلو کورونو د ړنګېدو مخنيوي لپاره مظاهره کړې ده.

د نيږدې ۱۰۰ کورونو لرونکي دغه کلي ښځې، نارينه او ماشومان د سيپتمپر پر ۱۹مه، په احتجاج وتلي وو. دوی دعوه وکړه چې له کلونو راهيسې پر دغه ځمکه اوسېږي او قانوني اسناد یې هم لري. خو په وينا یې چې اوس یې حکومت کورونه ړنګوي او پر ځای يې ټاون شېپ يا ښارګوټی جوړوي.

په مظاهره کې شامل، ۷۲ کلن عبدالرحمان وويل چې په ۱۹۸۵ کال کې یې د ګلو شاکلي ځمکې اخیستې وې او په ۱۹۸۶ کال کې یې پرې ابادي وکړه. د هغه په وينا اوس د کانجو ټاون شيپ په نامه د هستوګنې کورونو جوړېدو پروژه ده چې د دوی کلي ته غځېدلې.

مظاهره چيانو پر چیف جسټس د مرستې کولو غږ وکړ
مظاهره چيانو پر چیف جسټس د مرستې کولو غږ وکړ

هغه زیاته کړه چې د دغه حکومتي ټاون شيپ والا خلک کوښښ کوي چې د دوی کورونه وران او پر دې ځمکه خپله ابادي وکړي. عبدالرحمان وويل: "موږ ځمکې نه دې خرڅې کړې خو دوی وايي تاسو پیسې اخیستې نو کورونه خالي کړئ. د ځمکو اصلي کاغذونه له موږ سره دي. خو دوی وايي چې دوی سره هم کاغذونه شته. دوی پرې جعلي دستخطونه کړې او ګوتې یې لګولې دي. دا دې عدالتونو ته يوسي، په ليبارټرۍ کې دې یې وګوري چې د چا کاغذونه اصلي دي."

خو د کانجو ټاون شپ مشر مهران خان د جعلي اسنادو جوړولو تور رد کړ. هغه په دې اړه مشال ريډيو ته وويل چې له کال ۲۰۰۰ راهیسې دا ټولې ځمکې د حکومتي ټاون شيپ برخه دي. "که چا ته پیسې نه وي رسېدلې، هغه د محکمې سره په اکاونټ کې پرتې دي. د قانون له مخې بايد خلک موږ ته ځمکې خالي کړي."

د مظاهرې ګډونوالو د پاکستان پر چيف جسټس غږ وکړ چې انصاف دې ورکړي. د احتجاج پر مهال يوې احتجاج کوونکې ارزو بي بي مشال رېډيو ته وويل چې دوی په دې سيمه کې له هغه وخته اوسېږي کله چې تر ليرې لیرې پورې ابادي نه وه. د هغې په خبره له دې ځايه وتلو ته تيار نه دي نو حکومت دې یې نه باسي.

هغې زیاته کړه: "اوس موږ ته دا مسله ده چې حکومت زموږ له کلي ديوال چاپيروي او زموږ دا کورونه ړنګوي. موږ به څه کوو؟ دلته مالداره خلک راولي. موږ چرته لاړ شو."

XS
SM
MD
LG