د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د "اېکسپرېس وې" په نوم د سړک نقشې پرضد احتجاج شوی دی


مظاهره د مارچ پر ۱۴مه د سوات د مينګورې په نشاط چوک کې شوی چې پکې د مټي، کبل، بريکوټ او شاوخوا سیمو خلکو ګډون وکړ.
مظاهره د مارچ پر ۱۴مه د سوات د مينګورې په نشاط چوک کې شوی چې پکې د مټي، کبل، بريکوټ او شاوخوا سیمو خلکو ګډون وکړ.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې خلکو د احتجاج پرمهال غوښتنه کړې چې حکومت دې یې پر کرنیزو مځکو د سوات اېکسپرېس وې په نامه لوی سړک نه جوړوي.

احتجاج د مارچ پر ۱۴مه د سوات د مينګورې په نشاط چوک کې شوی چې پکې د مټي، کبل، بريکوټ او شاوخوا سیمو خلکو ګډون وکړ.

دوی وویل چې له چکدرې تر فتح پوره پورې تر جوړېدونکي سړک لاندې د خلکو په "زرګونو کناله" کرنیزه مځکه راځي چې ورسره "۳۰۰،۰۰۰" خلک متاثرېږي.

د هغه سړک د نقشې پرضد تر دې وړاندې هم په سوات کې یو شمېر جرګې، جلسې او لاریونونه شوي دي خو پخواني حکومت دریځ لاره چې د سړک نقشه سمه ده او له لویې لارې جوړېدو سره به په سوات کې سیلګري وده ومومي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې وویل چې د سوات ابادي زیاته شوې خو خاوره یې کمه ده نو ځکه دې حکومت د لویې لارې پر تعمیراتي چارو له سره غور وکړي.

نوموړي تور پورې کړې چې د پاکستان ریاستي ادارې د سوات د ولس پر مځکې د سرکاري‌ کولو په نامه قبضه کوي. "دا يو استعماريت دی، دا قبضه ګري ده، دا د دې وطن خلک په بې کورۍ مجبوره کول دي. خلک چې د بل وطن شول نو د دې وطن د ملکیت خبره به څوک نه کوي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مارچ پر ۱۴مه احتجاج ته د وینا پر مهال
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مارچ پر ۱۴مه احتجاج ته د وینا پر مهال

د عوامي نیشنل ګوند د سوات مشر سليم خان مظاهرې ته په وینا کې وویل چې حکومت دې سړک د سیند پر غاړه جوړ کړي. "د دې ډېرې ګټي دي، خلک به له حکومته د خپلو مځکو پیسې نه اخلی، د سړک جوړونې لپاره به خاوره له سینده په اسانه ترلاسه شي او ورسره به سیند ژور شي او اوبه به کښته لاړې شي."

د سوات قامي جرګې مشر مختيار خان يوسفزي جلسې ته په وينا کې وویل چې د سړک جوړېدو خلاف نه دي بلکې حکومت دې د ولس د تاوان مخنیوي لپاره د سړک نقشه بدله کړي.

د سوات قامي جرګې مشر مختیار خان یوسفزی د مارچ ۱۴مې مظاهرې ته د وینا پر وخت
د سوات قامي جرګې مشر مختیار خان یوسفزی د مارچ ۱۴مې مظاهرې ته د وینا پر وخت

مختیار خان یوسفزي خبرداری ورکړ چې که حکومت د سړک جوړولو په نقشه کې بدلون و نه کړ نو ولس به یې پرضد "سخت غبرګون" وښيي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت دې لومړی له ولس سره کښېني او تر هغو چې یې ورسره "خبره نه وي خلاصه کړې او خلک نتیجې ته نه وي رسېدلي" تر هغې دې ټېکدار تعمیراتي چارې ودروي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت د مظاهرې د ویناوالو د دعوو او تورونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د مواصلاتو چارو لنډمهالي وزیر محمد علي شاه، چې خپله هم د سوات دی، وايي چې د موټروې سړک جوړولو لپاره ټېکدار ته کار حواله شوی دی او "دا پروژه د سوات د سیلګرۍ لپاره ډېره مهمه ده."

محمد علي شاه د مارچ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، "زه به هڅه کوم چې په دې کې څومره ښه والی کېدای شي، څومره کرنیزې مځکې ژغورل کېدای شي، [و یې ژغورو] او سړک هم لانجمن نه شي."

ده زیاته کړه چې د لنډمهاله یا نګران وزیر په توګه نوې تګلاره نه شي جوړولای خو بیا به هم هڅه کوي چې د خلکو د تاوان مخنیوی وشي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې له چکدرې تر فتح پوره د ۸۰ کېلومیټره اېکسپرېس وې سړک جوړولو منظوري ورکړې وه.

حکومت هغه مهال د مځکو مالکانو ته د تاوان ورکولو په موخه ۲۱ اربه روپۍ بېلې کړې وې او اوسمهال یې د سړک تعمیري چارې پیل کړې دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG