د لاسرسي ځای

تازه خبر

نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ وايي له عمران خان بغیر هم شفافې ټاکنې کېدلی شي


انوارالحق کاکړ د ملګرو ملتونو په غونډه کې وينا کوي - انځور له ارشیفه
انوارالحق کاکړ د ملګرو ملتونو په غونډه کې وينا کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم ويلي چې په هېواد کې يې د تحریک انصاف له مشر عمران خان بغیر هم شفافه ټاکنې ممکنې دي.

انوارالحق کاکړ د سيپتمبر پر ۲۴مه، له اسوشيېېټېډ پریس اژانس سره په ځانګړې مرکه کې دا تاثر رد کړ چې ګواکې پوځي اېسټېبلېشمنټ به په راتلونکو ټاکنو کې د عمران خان د ممکنه بریا مخنيوي لپاره لاسوهنه وکړي.

تحریک انصاف د انوارالحق کاکړ د خبرو په غبرګون کې پر اېکس پاڼه چې پخوانی نوم یې ټويتر دی ليکلي چېد عمران خان او تحریک انصاف له ګډون پرته به هرډول ټاکنې غیر ايیني، غير قانوني او عیر اخلاقي وي. دې ګوند دعوه کړې چې عمران خان په ولس کې تر ټولو ډير محبوبیت لرونکی سیاستوال دی نو ځکه به خلک له هغه پرته د ټاکنو کول نه مني.

انوارالحق کاکړ په مرکه کې ويلي چې د تحریک انصاف په زرګونه هغه غړي چې د ناقانونه کړنو برخه نه ول، کولی شي په سياسي عمل او ټاکنو کې برخه واخلي. د هغه په وينا د جمهوريت دروازې د هغه ټولو خلکو لپاره پرانیستې دي چې په غیرقانوني‌کړنو کې لاس نه لري.

د لنډ مهالي وزیراعظم اشاره د نهمې او لسمې مې پېښو ته وه. د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په يوه مقدمه د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسيساتو، څلو، دولتي او شخصي ودانيو حملې وکړې او ورته یې زیان اړولی وو. د

پاکستان پخواني حکومت او پوځ د مې نهمه توره ورځ بللې وه او دا مهال هم په دې تور د تحریک انصاف په لسګونو غړي په زندان کې دي. خپله عمران خان هم دا وخت د دولتي رازونو د افشا کولوپه مقدمه کې په اټک جېل کې دی.

د عمران خان تر څنګ د تحريک انصاف ګڼ نور مشران هم په بېلابېلو مقدمو کې په زندانونو کې دي. تحريک انصاف پر عمران خان او خپلو نورو مشرانو لګيدلي تورونه بې بنياده بولي. دې ګوند په بېلابېلو بیانونو کې ويلي چې د پاکستان اېټبلېشمېنټ له سیاسته د هغه د لیرې کولو هڅې کوي.

نګران وزیراعظم دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن اعلان کړی چې په دې هېواد به د جنورۍ مياشتې په وروستيو ورځو کې پارلېماني انتحابات کېږي. کمېشن زیاته کړې چې د ټاکنو د ځنډیدا وجه د نويو سرشمېرنې په اساس نوې حلقه بندۍ کول دي.

خو ځيني ګوندونه د انتخاباتو ځنډيدو ته د شک په سترګه ګوري. عوامي نېشنل ګوند، پيپلز پارټۍ او تحريک انصاف د دې ټاکنو پر شفافیت پوښتنې راپورته کړې او وايي‌چې د ټاکنو کمېشن دې د انتخاباتو کره نېټه وښيي. تر اوسه دغه کمېشن په دې اړه څه ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG