د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوشمېر ګوندونو له انتخاباتي کمېشنه د ټولټاکنو د نېټې اعلانولو غوښتنه کړې ده


د ټاکنو کمېشن د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې د انتخاباتو کولو ویلي دي ـ پخوانی انځور.
د ټاکنو کمېشن د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې د انتخاباتو کولو ویلي دي ـ پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې یوشمېر ګوندونو د انتخاباتو له کمېشنه د عامو انتخاباتو د کره نېټې اعلانولو غوښتنه کړې ده د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي دي چې هېڅ يو ګوند به په انتخابي عمل کې له برخې اخیستو نه ګرځوي او د ټاکنو کمېشن به یې نېټه ژر اعلان کړي.

په همدې حال کې انتخاباتي کمېشن د انتخاباتو په قواعدو کې یولړ بدلونونه منظور کړي دي.

د پاکستان سرکاري راډيو وايي چې لنډمهالي وزیراعظم د سېپټېمبر پر ۲۳مه د امريکا په نيو يارک ښار کې خبري غونډې ته وويل چې انتخاباتي کمېشن پر هېڅ ګوند بندیز نه دی لګولی او هېڅوک په انتخاباتي عمل کې له برخې اخیستو نه ګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۱مه په بیان کې وویل چې د نویو حلقو جوړولو بهیر چټکوي او د نومبر تر ۳۰مې پورې یې پای ته رسوي چې تر هغې وروسته به تر شاوخوا دوو میاشتو پورې انتخاباتي کیمپېن روان وي او د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې به عام انتخابات وشي.

خو کمېشن تر اوسه د انتخاباتو نېټه نه ده اعلان کړې البته عوامي نیشنل ګوند، پیپلز پارټۍ او تحریک انصاف ورڅخه غوښتي دي چې کره نېټه دې اعلان کړي.

پیپلز ګوند او تحریک انصاف په جلا جلا بیانونو او د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د پېښور په تهکال کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي دي چې انتخابات باید راڼه او پر ټاکلي وخت وشي.

اېمل ولي خان وویل، تر هغو چې کره نېټه نه وي اعلان شوې، باور یې نه شي چې انتخابات به وشي. ده زیاته کړه چې د انتخاباتو پر روڼوالي یې هم شک دی.

انتخاباتي کمېشن لا د ګوندونو د غوښتنې او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې بې پرې، رڼو او عادلانه انتخاباتو ته ژمن دی.

کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۳مه وویل چې په انتخاباتي قواعدو کې یې ۱۸ مهم بدلونونه منظور کړي دي چې د ګوندونو د مالي معاملو، نوماندۍ او د انتخاباتو نتیجو د تنظمیولو اړوند دي.

د پاکستان د انتخاباتو قانون ۲۳۹مه ماده کمېشن ته په انتخاباتي قواعدو کې د بدلونونو واک ورکوي.

د پاکستان رسنۍ وايي چې انتخاباتي کمېشن ګوندونه پابند کړي دي د هغو په اړه به ټول معلومات په ډاګه کوي چې ورته یې یو مېلیون یا تر یو مېلیون روپیو زیاته چنده ورکړې ده.

کمېشن داراز ویلي دي چې نوماندان به د هېواد دننه او بهر د خپلو ټولو شتمنیو جزییات ښکاره کوي چې پکې د جایداد تر څنګ د ګاډو شمېر، زېورات، نغدې او په بانکي حسابونو کې ایښې پیسې هم شاملې دي.

کمېشن ویلي دي چې د ټولو نوماندانو نوملړ او انتخاباتي نښې به د هغې ادارې پر ووبپاڼه خپروي او امېدواران به د کیمپېن تمویل او انتخاباتي لګښتونو معلومات انتخاباتي یا رېټرننګ افسرانو ته ورکوي او د لګښتونو لپاره به جلا بانکي حساب پرانیزي.

انتخاباتي کمېشن وايي، د تازه بدلونونو په رڼا کې یوشمېر نوې فورمې یا فارمونه هم خپروي او وايي چې د رېټرننګ افسر په موجودګۍ کې به نتیجې ورسپارل کېږي.

کمېشن په خپل بیان کې زیاته کړې ده چې ګوندونه او نوماندان کولای شي چې د اکتوبر تر اوومې نېټې پورې پر بدلونونو خپلې نیوکې یا اعتراضونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG