د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف وایي د انتخاباتو د نېټې د اعلان پر خلاف عدالت ته ځي


په اسلام اباد کې د پاکستان انتخاباتو کمېشن دفتر ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د پاکستان انتخاباتو کمېشن دفتر ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د ټاکنو کمېشن د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې د ټولټاکنو اعلان کړی دی خو پاکستان تحریک انصاف د دې پر ضد عدالت ته د تلو ویلي دي.

د تحریک انصاف سیاستوال او ځینې قانون پوهانو د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې په ۹۰ ورځو کې انتخابات نه کول د ایین پر ضد ګام دی.

دپاکستان تحريک انصاف سیاستوال ملک انور تاج وايي چې اليکشن کمېشن د جنورۍ په اخیره اوونۍ کې انتخابات اعلان کړل خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

هغه وویل ولسمشر د ټاکنو کمېشن ته د انتخاباتو کولو په اړه لیک استولی وو خو کمېشن هغسې ونه کړل.

انور تاج زیاته کړه:'' شيډول یې نه دی جاري کړی، دوی اول د اکتوبر اتمه یادوله، هغه ونشو. اوس بل څه وایي. بل ټول ګوندونه لګیا دي جلسې جلسونه کوي او زموږ د ګرفتاریو عمل لا روان دی. عدالت ته دې لپاره هم ځو چې باور راکړي چې ټاکنې کېږي او کنه؟''

د پېښور هایکورټ وکیل علي ګوهر وایي چې پر حکومت د بهرنۍ نړۍ فشار وو نو ځکه یې یوه نېټه اعلان کړه: ''د قانوني نه زيات ددې سیاسي اسباب دي. ځکه بهر نړۍ نه هم فشار وو، اواليکشن کمېشن که ایین ته کتل نو بايد انتخابات په ۹۰ ورځو کښې دننه شوې وای خو هغه شان ونه شو او دا د ایين خلاف ورزي ده.''

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ټاکنو کمېشن د سېپتېمبر پر ۲۱مه وویل چې د راتلونکي کال جنورۍ په پای کې ټاکنې کولی شي.

ولسمشر علوي د اګست پر نهمه د پخواني وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه قامي اسمبلي ړنګه کړه. تر هغې وروسته باید انتخاباتي کمېشن او لنډمهالي حکومت په درو میاشتو کې انتخابات کړي وای، خو انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه وویل چې نوې حلقې جوړوي او د دې لپاره ورته د روان کال تر اخیره وخت پکار دی نو ځکه یې تر هغې وروسته انتخابات اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG