د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې چاودنې یو سرتېری وژلی او ۱۰ کسان يې ټپيان کړي دي


پېښور کې چاودنې د ملیشا ځواک يو سرتېری وژلی او ځينې يې زخميان کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00

پېښور کې چاودنې د ملیشا ځواک يو سرتېری وژلی او ځينې يې زخميان کړي

د خيبر پښونخوا د ژغورنې ادارې ريسکیو ۱۱۲۲ وايي چې د پېښور پر ورسک سړک یوه چاودنه شوې چې پکې د ملیشا ځواک یو سرتېری وژل شوی دی.

د ادارې د صوبې ویاند بلال فيضي مشال راډيو ته په استولي بیان کې ويلي چې چاودنه د سېپټېمبر پر ۱۱مه نېټه د ورسک سړک له یوه شخصي کلينک سره نېږدې د ملیشا ځواک له ګاډي سره شوې ده. د ده په خبره چې په پېښه کې یو سرتېری وژل شوی، اووه عسکر او درې ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

ناقاونه ولسوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان د پېښور تازه بريد ذمه واري منلې ده. په خيبر پښتونخوا کې په دې وروستيو کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي.

تازه برید په داسې حال کې شوی چې د سېپتېمبر له شپږمې بیا تر ۱۰مې پورې په چترال کې د پاکستان پوځ او د ټي ټي پي د جنګیالیو ترمينځ نښتې روانې وې.

د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او د پاکستان حکومت وايي چې امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې خلکو د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

XS
SM
MD
LG