د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د تحريک انصاف غړی وژل شوی


په شمالي وزیرستان کې د پاکستان امنيتي ځواکونه په ګزمه بوخت دي - انځور له ارشیفه
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان امنيتي ځواکونه په ګزمه بوخت دي - انځور له ارشیفه

په شمالي وزیرستان کې يو سياسي فعال وژل شوی او په خیبر کې د پاکستان سرحدي ځواکونو ۵ سرتيري ژوبل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې چارواکي وايي چې په رزمک کې په يو هدفي برید کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو فعال ګلدراز ووژل شو. د رزمک پولیسو مشال راډيو ته په ورکړيو معلوماتو کې ويلي چې دا برید د اګست پر ۱۴مه شوی دی.

د معلوماتو ترمخه، ګلدراز د خپل کور سره نيږدې په يو جومات کې په ډزو وژل شوی دی. د پولیسو په وینا بریدکوونکي تښتېدلي خو دوی یې پر ضد مقدمه درج کړې ده. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په روان کال کې تر دې دمه په یاده سیمه کې ۳۱ هدفي بریدونه شوي دي. په ۲۰۲۲ کال کې دغلته ۴۶ هدفي بریدونه ترسره شوي وو. ځايي خلکو د ناامنيوو پر ضد په بیا بيا مظاهرې کړې دي. امنيتي چارواکي وايي دوی د امنیت سمولو لپاره هدفي عمليات پيل کړي او کوښښ کوي چې د خلکو ژوند خوندي وساتي.

بلخوا په خیبر کې چارواکي وايي وسله والو په باړه کې يو پولیس ژوبل کړي دي.

د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر خان اپریدي د اګست ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې وسله والو د باړې پر چورا چېک پوستې بريد کې يو پوليس سرتېری زخمي کړ. اپريدي زياته کړې، ټپي سرتېری د پېښور يو روغتون ته انتقال شوی او حالت يې له خطرې بهر دی.

د اپريدي په وينا، پر چېک پوستې د موجود پوليسو په ځوابي حمله کې وسله وال تېښتې ته اړ شوي. د پېښور پوليسو د مشر ( سي سي پي او) له دفتره په پرونۍ خپره شوې خبرپاڼه کې د باړې د پوليسو د کارروايي ستاينه شوې او ويل شوي چې پولیس ځوانانو ته به نغد انعامونه ورکوي.

خو تحريک طالبان پاکستان په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې ادعا کړې چې په باړه کې یې له ليري ویشتونکي ټوپک په ذریعه یو او په جمرود کې یې په حمله کې ۲ سرتيري وژلي دي.

په دې وروستيو کې د قبايلي ضلعو اوسېدونکو د ناامنۍ پېښو پرضد احتجاجي مظاهرې کړې دي. دوی له حکومته د ټولو وسله والو پر ضد د بې توپيره کاروايي غوښتنه کړې ده. په ځواب کې يې پوليسو او امنيتي چارواکو ويلي چې د امنيت د ټينګښت هڅې يې روانې دي.

XS
SM
MD
LG