د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت سره نږدې په چیلاس کې نهه کسان پر ډزو وژل شوي.


احمد الله: مشال راډیو

اسلام اباد: د چیلاس ګونړفام سيمه کښې تيره ورځ نامعلومه کسانو ګلګت ته تلونکي بسونه په خپله ولقه کښې واخستل او نهه کسانو ووژلو ورستو یي څلورو بسونو ته اوور ورته کړو.

د ګونړفام تهاڼې پوليسو انچارج ترمخه دا پیښه هغه وخت رامخې ته شوه چى کله د بسونو يوه قافله ګلګت ته روانه وه او نامعلومه کسانو په ګونړفام سيمه کښې د ودرولو ورستو نهه کسان د بسونو راکوز کړل او پر ډزو یي ووژل.

د ګلګت یو ځایي خبریال شیر غازي مشال ریډیو ته وویل، چې پرون په ګلګت کې د اهل سنت ال جماعت یوه ریلي وه، چې په دغه ریلي نامالومه وسلوالو یو ګرینیډ حمله هم کړي وه، او پکې شپږ کسان وژل شوي وو، او دا پیښه ښکاري ، د هغې په عکس العمل کې رامخې ته شوې وي.

د ګونړفام تهاڼې پوليسو انچارج مشال ریډیو ته دا هم وویل، د پیښې له وجې ډیر خلک له درکه شوي هم دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG