د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کوهستان : پر بس برید ۱۷ تنه ووژل شو



د خیبر پښتونخوا په شمال ختیزه سیمه غرنۍ سیمه کوهستان کې پر یوه بس د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل دي.چارواکي وايي دا برید نن تر غرمې مخکې د قراقرم لويې لارې په هربن سیمه کې شوی دی.

ځايي امنيتي چارواکي وايي یو کوسټر بس ، چې ۲۵ مساپران پکې سپاره وو، له راولپنډۍ د ګلګت پر لور روان وو چې د کوهستان په اړوندو کې د ناڅرګندو وسله وال له لوري تر برید لاندې راغی. خو ځینې سرچینې وايي بس له ګلګته د راولپنډۍ پر خوا روان وو.

بلخوا داسې راپورونه هم ترلاسه شوي، چې بریدګرو لومړی ټولې سپرلۍ له موټر څخه راکښته کړې او د لويې لارې پر سر يې پرې ډزې وکړې.راپورونه وايي چې وژل شوي له یوې مذهبي فرقې سره تعلق لري.

تحریک طالبان پاکستان له مشال راډیو سره په خبرو کې ددغه پېښې بړه پر خپله غاړه اخیستې ده.


کوهستان له سوات سره نښتې غرنۍ سیمه ده او د پاکستان د نورو سیمو په نسبت تر ډېره له وسله والومخالفینو پاکه ګڼل کیږي خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا برید د چا له خوا شوی.


په کوهستان کې د سپرلیو پر موټر دا برید په داسې حال کې شوی، چې له تیرو څو ورځو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پيښې یوارې بیا زياتې شوي.

د وروستیو راپورونو له مخې تر لا هیڅ کومې ډلې ددې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.


د تیرې پنجشنبې راهیسې په پيښور او نوښار کې پر ولسي خلکو او پولیسو درې چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي، چې له امله يې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځايي سرکاري چارواکي وايي، ترهګرو ډلو په سیمه کې د ویرې ترهې خورولو په هدف یوارې بیا د دادول پيښو لړۍ پيل کړې او هڅه کوي چې امنیت له خطر سره مخ کړي، خو د خيبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین تیره ورځ په پيښور کې له خبريالانو سره په خبرو کې وویل، چې صوبايي حکومت به په خپل ټول توان ددغو ډلو پر وړاندې مقاومت وکړي.
XS
SM
MD
LG