د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په سخت امنیت کې د محرم ماتمي غونډې روانې دي


په پېښور کې پولیس سرتېري د جولای پر ۲۸مه د محرم د ماتمي لاریون پهرې پر مهال.
په پېښور کې پولیس سرتېري د جولای پر ۲۸مه د محرم د ماتمي لاریون پهرې پر مهال.

په داسې حال کې چې اهل تشیع د پېښور په ګډون د پاکستان په لسګونو ښارونو کې د محرم نهمې ماتمي غونډې او جلوسونه کوي، وفاقي حکومت د امنیت په موخه په یوشمېر ښارونو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنیټ خدمات تړلي دي.

د کراچۍ پولیسو د جولای پر ۲۸مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، لیکلي چې قانون پلي کوونکې ادارې د هر ډول ناوړه پېښې د مخنیوي لپاره چمتو دي.

داراز د پنجاب حکومت په ټوله صوبه کې د محرم الحرام د جلوسونو امنیت لپاره د پوځ او رېنجر ځواکونو د ځای پرځای کولو غوښتنه کړې.

د لاهور پولیسو په ښار کې د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ هم بندیز لګولی دی.

د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ پرته په ټولو ډېوېژنونو کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه عملي ده. د هغې مادې له عملي کېدو سره، پر جلسو، لاریونونو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ، د وسلو پر ګرځولو او په یو ځای کې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو بندیز وي.

بلخوا په مرکزي ښار اسلام اباد چارواکو کې په محرم کې د امنیتي تدابیرو له امله د موبایل ټېلېفون د بندولو پرېکړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت د جولای پر ۲۰مه وویل چې د محرم په لومړۍ عشره کې د امنیت په موخه په څلورواړو صوبو، اسلام اباد او د هېواد تر واک لاندې ګلګت بلتستان کې پوځي سرتېري ځای پر ځای کوي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پوځي سرتېري د امنیت ټینګښت په برخه کې له ملکي انتظامیو سره مرسته کوي.

د پاکستان مرکزي رویت هلال کمېټۍ د جولای ۲۹مه د عاشورې ورځ اعلان کړې.

د نړۍ شیعه ګان هر کال د محرم په لومړیو ۱۰ ورځو کې په کربلا کې د اسلام د پیغمبر د لمسي امام حسین او د هغه د کورنۍ د غړو د وژنې په مناسبت ماتم کوي.

د پاکستان حکومت د جولای پر ۲۸مه او ۲۹مه په هېواد کې عامه چوټي یا رخصتي اعلان کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG