د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګلګت کې د یو جلوس پر مهال بمي برید مرګ ژوبله رسولې ده


د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت کې نن د پوليسو لخوا د اهلسنت والجماعت د جلوس دخورولو پرمهال په تاو تريخوالي کې دوه کسان وژل شوي او تر شلو زيات ژوبل شوي دي

د ګلګت بلتستان د وزيراعلى د ولسي اړیکو د مسوول اعجازالحق له وینا سره سم حالات هغه وخت خراب شو چې کله پوليسو لاریون منتشر کاوی او د نامالومه کسانو لخوا د لاسي بم برید وشو.

بلې خوا ته ازادې سرچينې وايي چې په دې پېښه کې ٥ کسان وژل شوي او تر دېرشو زیات ټپیان دي.

تر پېښه وروسته پوليسو د ګلګت په ښار کې تر نامالومه وخته ګرزبندیز اعلان او خلکو ته یې ویلي چې له کورونو څخه ونه وځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG