د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګلګت کې فرقه ایزو نښتو ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې


رپوټ: فرخنده وزیر

پراګ: د پاکستان په ګلګت کې د تیرو څو ورځو راهیسې په فرقه ایزو نښتو کې یو شمیر خلک ووژل شول او یو شمیر ژوبل دي.

په ګلګت کې کرفیو لګیدلې ده، او د داخله چارو وزارت لخوا دغلته ټیلیفونونه هم بند دي.

د چیلاس ګونړفام سيمه کښې د تیرې نهې په ورځ نامعلومه کسانو ګلګت ته تلونکي بسونه په خپله ولقه کښې واخستل او د نهو کسانو ووژلو ورستو یي څلورو بسونو ته اوور هم ولګوو، د پاکستان مطبوعات د د وژل شوو شمیره لس ښایي.

د ګلګت یو اوسیدونکی رضوان لطیف مشال ریډبو ته وایي ، دا وخت په ټول ګلګت کې لارې بندې کړل شوې دي، او ټیلیفونونه کار نه کوي.

رضوان وایي ( دا فرقه ایزې نښتې دې ، چې پکې د اهل سنت ال جمات په یوې غونډې ګرینیډ حمله وشوه، په دې کې د څلورو زیات کسان ووژل شول ، او د څلویښتو زیات یي ژوبل کړل، چې زیاتره سنیان وو، اوله دغې پیښې وروستو د ګلګت بلتستان په اوو ضلعو کې د تشدد پیښې شورو شوې. او په چیلاس ضلع کې د څلورو زیات بسونه وسوزول شول، او خلک پر ډزو ووژل شول، اوس هم حالات ډیر خراب دي، ډیرو خلکو ته د خپلو خپلوانو پته نشته، اوس هم ډیر خلک د دغه پیښو وروستو لادرکه دي.)

ګلګت بلتستان چې اووه ضلعې لری د پاکستان په شمالي برخه کې راځي، چې پکې سني، شیعه او اسماعیلې فرقې سره تعلق لرونکي خلک اوسیږي.

او د پیپلز ګوند موجوده حکومت ورته په ۲۰۰۹م کال کې پوره اختیارات ورکړل.

د پاکستان په یو شمیر برخو کې په فرقه ایزو نښتو کې په تیر نزدې وخت کې سخته مرګ ژوبله رامخې ته شوې ده، په کرمه، هنګو ، او بلوچستان او اوس په ګلګت کې تازه نښتې ښایي حکومت د فرقه اییزو جګړو ودرولو لپاره کار وکړي.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG