د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت کې ګاډی کندې ته پرېوتی، ۸ کسان وژل شوي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د ګلګت بلتستان د دیا میر ضلعې پولیس او د ريسکيو چارواکي وايي چې په ګيټي داس سیمه کې د مساپرو يو کوسټر ژورې کندې ته د پريوتو له امله اته کسان مړه شوي او ۹ نور ژوبل دي.

پرون (د جولايي په ۲۸مه) له مشال راډيو سره په خبرو کې د ريسکيو ۱۱۲۲ ضلعي مشر حفیظ الرحمان وويل چې د مساپرو په دغه کوسټر کې د پنجاب له ساهيوال سره تعلق لرونکي ۱۷ کسان سپاره وو او د بابو سر ټاپ نه ګلګت ته په لاره وو چې د ناران ګيټي داس سیمې په يو موړیا کږليچ کې د تاويدو پر مهال ژورې کندې ته پريوته او پکې سمدستي اور اولګيدو.

نوموړی وايي: " نن (جمعه) د غرمې درې بجې دا های اېس کوسټر ګاډی ګيټي داس سيمې سره ژورې کندې ته پرېوتو چې پکې اته کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي. ژوبل کسان مو د ګلګت او چلاس روغتونونو ته د درملنې لپاره منتقل کړي دي."

حفیظ الرحمان زیاته کړه چې په وژل شویو او ژوبلو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

د چلاس د پوليسو يو چارواکي حاجي صبور خان هم پرون (د جولايي ۲۸مه) مشال راډيو ته وويل چې له کندې نه د مړو او ژوبلو کسانو د راویستو کار ځايي ولس په خپل سر کړی، ځکه چې د ژغورنې د ادارو کارکوونکي د مانسهرې ضلعې نه د پیښې ځای ته درې نيم ساعته پس رسېدلي ول.

پولیس وايي، د دې حادثې د وجوهاتو مالومولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.

تر دې وړاندې د جولای پر ۱۶مه هم د ګلګت بلتستان په دیامیر ضلع کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۵ تنه وژل شوي ول. هغه مهال د مساپرو یو بس کندې ته پرېوتی وو چې پکې ۱۳ کسان ژوبل شوي هم وو. بس له لاهوره ګلګت ته په لاره وو.

دا په داسې حال کې ده چې ډان ورځپاڼې په خبره، د جولای میاشتې په پیل کې هم د ګلګت بلتستان په هنزه سیمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې پینځه سیلګري وژل شوي او ۱۳ ژوبل شوي ول.

په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د جون په پای کې د اختر پر دویمه ورځ په ټرافیکي پېښو کې دوه تنه ووژل شول. تر دې مخکې د جون پر ۱۷مه د پنجاب له کلرکهار سره نېږدې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل او ۱۳ ژوبل شول.

د اپرېل پر ۲۴مه په سوات کې د دوو ګاډو په ټکر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ژوبل شوي ول. تر دې څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې د اپرېل پر ۱۵مه د بلوچستان په خضدار کې د پولیسو د یو ګاډي او مال وړونکې لارۍ ترمینځ په ټکر کې د پینځو پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي ول.

د مارچ پر ۱۱مه د پنجاب په ډېره غازي خان کې یوه نهر ته د ټریکټر ټرالۍ پرېوتو په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي ول.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د پنجاب په رحیم یار خان کې د یوه موټر د ټایر پرې کېدو او بیا له مساپر وړونکي بس سره په ټکر کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپي شوي ول.

تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، سیند او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر بېلابېلو لارو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.

XS
SM
MD
LG