د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې يو پولیس وژل شوی او دوه ټپیان شوي


دا د ۲۰۲۱ز کال جولای ۳۰مه په پېښور کې د پوليسو پر ګاډي د لاسي بم بريد انځور دی.
دا د ۲۰۲۱ز کال جولای ۳۰مه په پېښور کې د پوليسو پر ګاډي د لاسي بم بريد انځور دی.

په پېښور کې په یوه حمله کې یو پولیس وژل شوی او دوه زخمیان دي.

پولیس چارواکي هارون رشید د اګست پر اوومه نېټه په يو بیان کې چې مشال راډیو ته هم ترلاسه شوی، ويلي چې بريد د اګست پر شپږمه په بډه بیره سيمه کې هغه مهال وشو کله چې د پوليسو يوې ګاډۍ ګزمه کوله.

د بیان له مخې، په حمله کې يو پوليس سرتېری وژل شوی او دوه ټپیان شوي دي. پوليسو تر پېښې وروسته د لټون عملیات پيل کړي دي او په دې تړاو يې لا څوک نه دې نيولي.

تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په استولي بیان کې د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG