د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې بارانونو ۳۰ کسان وژلي دي


په سوات کې نيږدې هر کال سېلابونه په سلګونو کورونه او دکانونه ورانوي - انځور له ارشيفه
په سوات کې نيږدې هر کال سېلابونه په سلګونو کورونه او دکانونه ورانوي - انځور له ارشيفه

د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د بارانونو له کبله د مړو شويو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۰ ته رسېدلی دی.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارو چارواکو د جولای پر ۲۵مه مشال راډیو ته ویلي چې د جولايي له ۲۰مې تر اوسه ۱۲ تنه په سیند، ۱۲ په خیبر پښتونخوا او شپږ په بلوچستان کې وژل شوي دي.

دوی په راتلونکو دوو ورځو کې په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګڼو سیمو کې د لا زیاتو بارانونو اټکل کړی دی. د بلوچستان د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې يو مشر فيصل نسيم پانېزی دجولای پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې ډير زیان په اواران سیمه کې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په یو شمېر سیمو کې له تېرې يوې اونۍ راهسې د پشکال بارانونه پیل شوي دي. د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام مرکزي ادارې خبرداری ورکړی دی چې لږ تر لږه د جولای تر ۲۶مې به په ټول ملک کې د تېزو او زیاتو بارانونو امکان وي.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم وفاقي او صوبايي ادارو ويلي چې له تېرو څلوو ورځو راهیسې د بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. په خیبر پښتونخوا کې د یادې ادارې ویاند انور شهزاد د جولای پر ۲۴مه، مشال راډیو ته وویل چې دوی وار له مخه ولس ته خبرداری ورکړی دی. "زموږ چې کومې مرستندویه ډلې وي، د سړکونو خلاصولو ډلې وي، هغوی ټول موږ بیداره کړي وي او هغوي ټول په داسې پېښو کې خپلې زمه وارۍ سرته رسوي."

په همدې حال کې د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ملي ادارې هم پر ټويټر يو خبرداری خپور کړی دی. دې ادارې ويلي چې په خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتیستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې په ځينو ځايونو کې د غر ښوييدو او ځمکو ښوويدو وېره ده.

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د جولای پر ۱۹مه د دېوالونو نړېدو په دوو پېښو کې ۱۳ تنه وژل شوي ول. تر دې مخکې په جون او د جولای په پیل کې د وسې بارانونو پر مهال هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي ول. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جولای پر اوومه وویل چې په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ تنه ووژل او ۳۸ ژوبل شول.

د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې هم د ورښتونو او سېلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لکونه خلک بېکوره شوي ول. د ځينو ځایونو خلکو مشال راډيو ته ويلي چې لا یې هم ستونزې نه دي ختم شوي او د سرکاري مرستو په تمه دي.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده. په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG