د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شانګله کې د مځکې ښوېدو وژلي اته ماشومان خاورو ته وسپارل شو


د ژغورنې ادارې "ریسکیو ۱۱۲۲ " له خاورو خځلو د ماشومانو جسدونه اېستلي او په مارتونګ کې خاورو ته سپارل شوي دي.
د ژغورنې ادارې "ریسکیو ۱۱۲۲ " له خاورو خځلو د ماشومانو جسدونه اېستلي او په مارتونګ کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د مځکې ښوېدو له کبله لږترلږه اته ماشومان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

چارواکي وايي چې دا پېښه د جولايي پر شپږمه ماښام مهال د شانګلې ضلعې په مارتونګ سیمه کې شوې ده. په پېښه کې د وژلو شویو ماشومانو عمرونه د نهو او ۱۴ کلونو ترمنځ ښودل کېږي.

د شانګلې مرستیال کمېشنر حسن عابد رسنیو ته ویلي چې ماشومانو د مارتونګ په کوز کلي سیمه کې د غره ډډې ته د کرېکټ لوبه کوله چې د غره یوه څنډه پرې وښویېده.

د ژغورنې ادارې "ریسکیو ۱۱۲۲ " له خاورو خځلو د ماشومانو جسدونه اېستلي او په مارتونګ کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د حسن عابد په وینا، د خیبر پښتونخوا د حکومت د پالیسۍ له مخې په حادثه کې د وژل شویو ماشومانو هرې کورنۍ ته به پنځه لکه او د ژوبلو هغو ته دوه لاکه روپۍ ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون له ۲۵مې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د پشکال د تېزو بارانونو لړۍ روانه ده.

دې بارانونو په پنجاب کې هم په تېرو څو ورځو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي چارواکي وايي، په لاهور، ګوجرانواله، چکوال، شیخوپوره، فېصل اباد او نورو ښارونو کې د جولای په پنځمه او شپږمه نېټه لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل شوي دي چې پکې ۳۲ یې زیات ژوبل دي.

خو په مجموعي ډول له تېرو دوو اوونیو راهیسې په پنجاب کې له روانو بارانونو سره د تړلو پېښو له کبله د وژلو شویو کسانو شمېره ۴۵ ښودل شوې ده.

پاکستان کې ګڼ سېلاب ځپلي له یو کال راهیسې د مرستو په انتظار دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

په پنجاب کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په دغو پېښو کې د کورونو پرېوتل، د بجلۍ کرنټ لګېدل او په اوبو کې ډوبېدل شامل دي.

چارواکي وايي په روغتونونو کې د زخمیانو مناسبه درملنه روانه ده، سهولتونه ورکول کېږي او د سېلابونو او د بارانونو د زیانونو د معلومولو لپاره د صوبې په لویو ښارونو کې کنټرول خونې پرانېستل شوې دي.

د پاکستان د موسمياتو د څانګې په وینا په راتلونکو ورځو کې د نورو سختو بارانونو کېدو امکان دی.

په پاکستان کې په ۲۰۲۲م کال کې هم د پشکال بارانونو له کبله سېلابونه راغلي وو چې تر ټولو زیات یې سند او بلوچستان صوبې ځپلې وې.

د پاکستان وفاقي حکومت وايي هغو بارانونو او سېلابونو یې د ملک وار له مخه خراب اقتصاد ته لږترلږه ۳۰ اربه ډالر زیان رسولی دی.

د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر نهمه، په لسګونه هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د تېر کال له سېلابونو د بحالۍ لپاره له پاکستان سره د څه د پاسه نهه اربه ډالرو مرستو ژمنه کړې ده.

په دې کې د اسلامي پرمختيايي بېنک (اسلامک ډیولپمنټ بېنک) لخوا څلور اعشاریه دوه او د اسیايي پرمختيايي بېنک له خوا یو ارب ډالر هم شامل دي چې په راتلونکو دریوو کلونو کې به پاکستان ته ورکول کېږي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG