د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسمیاتو ادارې د پاکستان زیاتره برخو کې د تازه بارانونو اټکل کړی دی


د جون پر ۲۶مه تېز بارانونه په لاهور کې د سېلاب لامل شوي ول.
د جون پر ۲۶مه تېز بارانونه په لاهور کې د سېلاب لامل شوي ول.

د پاکستان د موسمیاتو ادارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نورو بارانونو اټکل کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې ورښتونه د سېلابونو، د کمرونو نړېدو او ځمکې ښویېدا لامل کېدای شي.

د موسمیاتو ادارې د جولای پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې بارانونه به د جولای له ۱۲مې او ۱۳مې څخه تر ۱۷مې پورې روان وي.

د ادارې په خبره، د جولای له ۱۳مې څخه د عرب سمندرګي له لارې وریځې (اوره یا اورېځې) د پاکستان مرکزي او شمالي سیمو ته ورداخلېږي چې امکان دی د جولای پر ۱۴مه زیاتې شي او د هېواد په اکثرو سیمو کې د بارانونو لامل شي.

په بیان کې راغلي دي چې شړکنده بارانونه ښايي په پېښور، اسلام اباد، راولپېنډۍ، ګوجراوالې او لاهور کې د سېلاب او د خیبر پښتونخوا په غرییزو برخو، مري، ګلیاتو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د کمرونو نړېدو او ځمکې ښویېدو لامل شي.

ادارې د ورښتونو پر مهال خلکو ته د بیداره اوسېدو او کروندګرو ته د لازمو اقداماتو کولو سپارښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د جون له ۲۵مې څخه په پاکستان کې د وسې بارانونه روان دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جولای پر اوومه وویل چې په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ تنه ووژل او ۳۸ ژوبل شول.

په همدې حال کې اېن ډي اېم اې یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو له کبله د ځاني او مالي زیان اوښتو خبرداری ورکړی دی.

د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې هم د ورښتونو او سېلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لکونه خلک بېکوره شوي ول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG