د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې سېلابونو ۱۵ کسان وژلي دي


په سوات کې بارانونو نړولی يو کور - انځور له ارشيفه
په سوات کې بارانونو نړولی يو کور - انځور له ارشيفه

په پاکستان کې سېلابونو ۱۵ کسان وژلي او چارواکو خبرداری ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په ځينو ځايونو کې د ځمکې ښوويېدو امکان دی.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم وفاقي او صوبايي ادارو ويلي چې له تېرو دريوو ورځو راهیسې د بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

هغو ادارو مشال راډيو ته په لېږدولیو معلوماتو کې ويلي چې ۹ کسان په خیبر پښتونخوا او ۶ په بلوچستان کې وژل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د یادې ادارې ویاند انور شهزاد د جولای پر ۲۴مه، مشال راډیو ته وویل چې دوی وار له مخه ولس ته خبرداری ورکړی دی. "زموږ چې کومې مرستندویه ډلې وي، د سړکونو خلاصولو ډلې وي، هغوی ټول موږ بیداره کړي وي او هغوي ټول په داسې پېښو کې خپلې زمه وارۍ سرته رسوي."

په همدې حال کې د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ملي ادارې هم پر ټويټر يو خبرداری خپور کړی دی. دې ادارې ويلي چې په خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتیستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې په ځينو ځايونو کې د غر ښوييدو او ځمکو ښوويدو وېره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د موسمیاتو ادارې په وینا، په ټول ملک کې به د جولای تر ۲۶مې د بارانونو لړۍ روانه وي. د پشکال د بارنانونو دا سلسله د جولای له ۱۵مې پېل شوې ده.

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د جولای پر ۱۹مه د دېوالونو نړېدو په دوو پېښو کې ۱۳ تنه وژل شوي ول. تر دې مخکې په جون او د جولای په پیل کې د وسې بارانونو پر مهال هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي ول.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جولای پر اوومه وویل چې په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ تنه ووژل او ۳۸ ژوبل شول.

د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې هم د ورښتونو او سېلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لکونه خلک بېکوره شوي ول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG